President of the Islamic Republic of Afghanistan. Personal tweets from Dr. Ashraf Ghani are signed - AG.

Kabul
Joined June 2009
د ملي بیرغ ورځ دې ټولو ته مبارک وي. روز بیرق ملي بر همگان مبارک باد. مللي بیرق بیرمې مبارک بولسین.
215
177
23
1,780
82,231
بسم الله الرحمن الرحیم. د مرکزي نورستان د سېلابونو ناورین کې خپلو ځپل شویو خویندو، وروڼو او بچیانو ته په ټول وجود خواخوږي او غمشریکي رسوم او ځان په دې درد او غم کې د هر یوه تر څنګ بولم. زخمیان دې الله تعالی (ج) په خپل رحمت د عاجلې روغتیا خاوندان کړي، شهیدانو ته دې د جنتونو مرحمت وفرمایي او پاتې کسان دې د تسلیت او زغم د اهدا وړ وګرځي. پاروني واړو استه مصیبت اکن امی دی جیت آسه اووده نیامیش. اونز نورستان سه منجو میش وینه اوله غم تو تسلیت پڼم. د پارون غمیزه د کونړ تر ویجاړوونکو سېلابونو او زلزلو وروسته په دغه سیمه کې دویمه لویه فاجعه ده. هغه مهال زموږ هېوادوالو، په تېره بیا هغوی چې بهر کې مېشت وو، له ځپل شویو سره په خلاص مټ مرستې وکړې او هیله من یم چې همدغه روحیه زموږ د کړېدلو نورستانیو خویندو او وروڼو برخه کې هم په هماغه قوت څرګنده شي. ملت حق لري له هغوی نه چې واک چلوي وپوښتي چې د کونړ پېښو نه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و. ښایي هغوی چې ولس ته د ملت پر ځای د رعیت په سترګه ګوري، دغه ډول پوښتنې د ولس تر واک پورته وبولي. خو پوښتنه شته او ځواب غوښتل کېږي. د ۱۳۹۵ کال په دلوه کې چې د پارون همدا ښکلې سیمه او شاوخوا کلي د واورو توفان وځپل، زه په داسې وخت کې د خلکو خدمت ته ورسېدم چې هلیکوپتر د کېناستو خوندي ځای نه شو موندلی. له ملت سره تعهد یوازې د امتیازونو له پاره نه وي، او یوازې د ښادیو له پاره هم نه وي، هغه باید په درد او غم کې تر ټولو روښانه څرګند شي. پارون یوازې ملي پارک نه دی، نورستان یوازې د سېلانیانو د راښکون سیمه نه ده، هغه له کونړ او بدخشان سره په ګډه د یوې عظیمې شتمنۍ یعنې لیتیم پر سر موقعیت لري چې هرې ټوټې ته یې نړۍ په لېوالتیا ګوري. ما د پارون ښار د آبادولو او پراخولو ترڅنګ غوښتل، نورستان له کونړ او بدخشان او وروسته د چین له پولې سره وتړل شي. دا له چین سره د سوداګرۍ ترټولو لنډه او موثره لار کېدلی شوه چې د جغرافیې د بدلولو ترڅنګ یې د خلکو اقتصادي ژوند داسې تبدیلاوه چې له دغسې ناورینو سره د مقابلې او درېدو وس ومومي. مساله مهم دیگر که نه میتوان در این گونه واقعات فاجعه بار از کنار آن گذشت، تغییر اقلیم و صدماتی است که به جنگلات ما وارد شده است. در حالیکه پاکستانی ها برای توسعه ساحات جنگلی در آن سوی خط دیورند، بیش از یک میلیارد درخت جدید غرس کرده اند، قاچاقیان آنها در تبانی با مافیای افغانی به قطع بی رحمانه آنچه در کنر و نورستان باقی مانده است، ادامه میدهد. فاجعه نورستان مرکزی زنگ خطر برای همه ماست. فاجعه های متواتر طبیعی از همه ما می طلبد تا در کنار جلوگیری شدید قطع درختان در کنر و نورستان، همه ساله ساحات جدید جنگلی با غرس صد ها نه، هزاران نه، بلکه صدها هزار درخت جدید توسعه داده شود. زه یو ځل بیا د نورستان غمځپلو کورنیو ته همدردي او خواخوږي رسوم او پر ټولو وسمنو او شتمنو هېوادوالو هغوی ته د سملاسي او بېدرېغه مرستو او لاسنیوي غږ کوم. جینته تی او افغانستان ژوندی دې وي افغانستان یشه سن افغانستان زنده باد افغانستان
89
73
9
834
81,502
ټول ښه راغلاست. در پودکاست قبلی در مورد دلایل د خالت انگلیسها در مساله سیستان که منجر به تقسیم این منطقه تاریخی افغانستان با فارس شد، صحبت کردیم. امروز به پیآمدها و عواقب آن برای اهالی و جغرافیای جدید که در نتیجه سیاست های استعماری زمان با آن روبه رو شدند، می پردازیم. د سیستان وادۍ ښېرازي او د ژوندانه دوام په هلمند سیند پورې اړه مومي چې د دجلې او فرات ترڅنګ بل سیند په سیمه کې د هغه ارزښت ته نه رسېږي. سیستان د رستم وطن و چې مور یې کابلۍ او مېرمن یې سمنګانۍ وه او له همدې امله دا سیمه زموږ په ارزښتونو کې یو اوچت ځای لري. هیئت انگلیسی گولد شمید ضمن تقسیم جغرافیای سیستان، به آب نیز پرداخت و در تنها ماده ای سند حکمیت وی آمده است که از این آب باید استفاده عادلانه صورت گیرد. این حکمیت در زمانی صورت گرفت که انگلیسها هنوز تجربه استفاده از آب در منطقه را که بعداً با تغییر مسیر آب دریای سوات و ایجاد کانالها در پنجاب به دست آوردند، نه داشتند. به گمان اغلب، اگر این تجارب در زمان تقسیم سیستان و آب آن وجود میداشت، قضاوت انگلیس ها شکل دیگری به خود می گرفت. زموږ نوي نسل ته ضرور ده وپوهېږي چې افغانان په هر پړاو کې د خپلې خاورې او اوبو د ساتنې سنگر کې ولاړ پاتې شوي، خو څرنګه چې زور یې له استعماري ځواکونو سره نه برابرېده، په شا شوي دي. له فارس سره د هلمند د اوبو مساله بل انگریز استازي مک موهن هم حل نه شوای کړی، تر هغو چې ډېر وروسته، صدراعظم محمد موسی شفیق په یوه حقوقي تړون کې راوستله چې له نېکه مرغه تر اوسه نافذ دی او باید همداسې بې تغییره وساتل شي. افغانستان له تړون سره سره د کورنیو شخړو دوران کې د میلیاردو ډالرو په ارزښت اوبه وړیا فارس یا اوسني ایران ته ورکړي بې له دې چې په بدل کې یې هېڅ امتیاز تر لاسه کړي. یکی از دلایل عمده بحث در مورد اینگونه مسایل تاریخی آنست که افغانها در روشنی آن حقوق ارضی و آبی خود را بشناسند. در عین حال باید به این نتیجه هم برسند که همکاری منطقوی در شرایط کنونی از ضروریات است و بدون پیوستن به این حلقه اتصال که ایران یک بخش مهم آنرا تشکیل می دهد، امکانات رشد محدودتر می شود. په دې پودکاست کې د سیستان د اوبو په مساله او افغانانو ته یې په تاریخي لوستونو خبرې شوې دي چې بشپړ متن یې له لاندې لینکونو تر لاسه کېدلی شي: mohammadashrafghani.com/ps/4… mohammadashrafghani.com/fa/4… mohammadashrafghani.com/48th… این برنامه علاوه بر رسانه های اجتماعی از این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
74
87
6
705
48,184
د افغانستان کرکېټ کورنۍ، د شاپور ځدراڼ عزیزانو او مینه والو ته، د ورزشي ویاړونو د دغه «دنګ چنار» په پرېوتو خپلې ژورې خواخوږۍ رسوم.   د شاپور مړینې زموږ کرکېټ بې دغه ستوري او ډېرئ ځوانان چې هغه ته یې د بېلګې په سترګه کتل، بې دغه سیوري کړل.      هغه په سختو ورځو کې، په خپلو غورو لوبو زموږ ولس ته ویاړونه راوړل او څه باندې یوه لسیزه یې افغانانو ته په خپلو بریاوو خوښۍ وبخښلې.   د هغه مړینه د افغانستان د کرېکټ غوړېدلې لوبې ته لوی زیان دی. کورنۍ ته دې یې الله (ج) د زړه صبر ورکړي او هغه ته دې د اوږدې ناروغۍ دردونه  او زجرونه او افغان ملت ته ګټلي ویاړونه د مغفرت  وسیله کړي. د هغه نوم دې زموږ د اوسنیو او راتلونکو نورو ستورو په بریاوو کې لا وځلېږي.   د ټولو ورتګ لوی څښتن ته دی. انالله و انا الیه راجعون
121
259
18
2,686
101,801
ګرانو هېوادوالو، هموطنان گرامی، قدرلي وطنداشلر. دادی زموږ هېواد د پرله پسې څوم ځل له پاره بیا د پاکستان تر هوایي بریدونو لاندې راغلی او په پکتیکا، پکتیا او کونړ کې زموږ بې ګناه خویندو، وروڼو او بچیانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغو اسکېرلو وطنوالو د هرې کورنۍ په درد او غم کې ځان شریک بولم او د هریوه ترڅنګ یم. ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او شهیدانو ته د الله تعالی له دربار نه د جنت غوښتنه کوم. د پاکستان دا برید، لکه تېر هغهیوازې یوه امنیتي پېښه نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، زموږ د ملي دریځ او زموږ د راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې یوه جدي ملي بلنه ده. ملتونه هغه وخت له بحرانونو بریالي راوتلای شي چې له واقعیتونو سره په جرأت مخامخ شي او د تېرو تجربو له تکرار څخه ځانونه وساتي. مردم ما حق دارند بپرسند امنیتی که از آن به افتخار صحبت می شد کجاست؟ آیا نشانه ای از آن امیدی که وعده داده می شد، دیده می شود؟ چرا کشور از بحرانی به بحران دیگر فرو می رود و آیا راه حلی برای بیرون رفت ازین بحرانها به نظر می رسد؟ چرا نقض پیهم حاکمیت ملی کشور ما گویی هیچ ربطی به جهان نه دارد؟ و مهمتر از همه چرا عوامل این حالت و حقایق نهفته با ملت شریک نه می شود؟ منافع ملی در کجای این گیرودار ها قرار دارند؟ و آیا فیصله ها بر مبنای منافع ملی صورت می گیرند یا برای تامین بقای یک شبکه و یک حلقه محدود؟ یوازې همدا پنځه کاله مخکې افغانستان د نړۍ او سیمې د تعاملاتو په مرکز کې و، خو اوس داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی چې نه یې غږ څوک اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. د پاکستان پرله پسې تېري داسې تېرېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري، ځکه چې هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي. دا انزوا زموږ حتمي برخلیک نه دی، بلکې د هغو انتخابونو او سیاستونو عملي نتیجه ده چې په تېرو پنځو کلونو کې وشول او غوره شول. په یاد مو ده چې ما به تل د پایدارې او باعزته سولې خبره کوله. هغه سوله ځکه اړینه وه چې افغانستان د همدې ورځو له تکرار څخه وژغوري. باعزته سوله یوازې د جګړې پای نه و؛ بلکې د داسې نظام او سیاست پیل و چې افغانستان له دې اوسنۍانزوا، بې‌ثباتۍ او د پردیو له لاسوهنو او تېریو څخه خوندي کړي. نن باید له ځانه وپوښتو چې د دې فرصت د لاسه تلو مسوولیت د چا پر غاړه دی؟ او د هغې پرېکړې بیه نن څوک پرې کوي؟ بې له شکه، دا بیه افغان ملت پرې کوي. عشق به وطن تنها یک شعار نیست. وطن‌دوستی یعنی فدا شدن برای ملت، نه فدا کردن ملت برای حفظ یک حلقه یا یک شبکه. تاریخ بارها نشان داده است که هرگاه فاصله میان مردم و حاکمان بیشتر شده، کشور نیز آسیب‌پذیرتر شده است. غرور، انحصار و بی‌اعتنایی به صدای مردم، هیچ‌گاه امنیت و ثبات نیاورده است. زموږ د وروستیو دوه سوه‌ کلونو تر ټولو ستره ستونزه دا وه چې د ولس نبض ونه پېژندل شو، په ځانګړي ډول په وروستیو پنځوسو کلونو کې چې هېواد د نورو په نیابتي جګړو کې په بېساري فقر، ناروغۍ او نالوستۍ اخته شو او د ملت د بچیانو اساسي حقونه وځپل شول. نن ولس نور جګړه نه غواړي؛ ولس ژوند غواړي، رڼا غواړي، هیله غواړي، حل لاره غواړي او غواړي چې د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري. اگر امروز با صداقت از خود نپرسیم که در این پنج سال زندگی مردم بهتر شده است یا دشوارتر، فردا پاسخ این پرسش را تاریخ خواهد نوشت. ما نباید بگذاریم افغانستان بیش از این در باتلاق انزوا، فقر و ناامنی فرو برود. زما په باور، د حل اساسي لاره دا ده چې افغانستان خپله نړیواله بېطرفي په رسمي، واضح او عملي ډول اعلان کړي او خپل بهرنی سیاست د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. خو تر هغو چې هېواد په انزوا کې ساتل کېږي، تمه مه کوئ چې د افغان ملت فریاد به په سیمه او نړۍ کې څوک واوري. نن داسې شرایط رامنځته شوي چې هره ورځ زموږ پر خاوره بمونه غورځي، خو د نړۍ غبرګون کمزوری دی او د سیمې ډېری هېوادونه دغو پېښو ته داسې ګوري، لکه هېڅ چې نه وي شوي. امروز بیش از هر زمان دیگر ضرورت است که این مسائل به یک گفتمان فراگیر ملی تبدیل شود؛ گفتمانی که در آن همهٔ افغان‌ها، فارغ از اختلافات سیاسی، قومی، زبانی و فکری، برای نجات کشور و تعیین مسیر آینده سهم داشته باشند. آیندهٔ افغانستان تنها با اتکا به ارادهٔ ملت، اجماع لازمی ملی و سیاستی مبتنی بر عزت، استقلال و منافع ملی ساخته خواهد شد. زه چمتو یم چې ددغسې یوې افغاني لازمی ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم. زمان نه درېږي او هره شېبه نوره هغه پخوانۍ لحظه نه ده. دغه لور ته په ګام پورته کولو کې هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې پر هغوی راځي چې په سرټمبګۍ د ملت د ارادې مخ کې درېږي. ژوندی دې وي افغانستان یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان
222
185
46
1,293
168,734
د زړه له تله د افغانستان د لومړني او یواځیني ستورمزلي عبدالاحد مومند په ناڅاپي مړینه ودردېدم. څښتن تعالی دې یې وطن ته راوړی ویاړ د افغان ملت له نامه د مغفرت وسیله کړي. هغه د څښتن له لایتناهي فضا نه له ملي رنګونو او ملي خبرو سره افغانستان نړۍ ته وپېژاند او د افغانیت تر څنګ یې د الهي کتاب – عظیم الشأن قرآن په منګول کې نیولو سره د خپل اسلامیت ننداره هم د «سیوز» بېړۍ نورو سپرلیو او نړیوالو ته وړاندې کړه. په «میر» فضایي تمځای کې د هغه نهه ورځې، له افغانانو نه د ۱۹۸۸ کال او ددغې لسیزې د نورو کلونو د کورنیو شخړو ترخې هېرې کړې. زه خدای بښلي مومند ته د لوړ جنت غوښتنه کوم، مېرمن، بچیانو او د کورنۍ نورو غړو ته یې ژورې خواخوږۍ رسوم. انالله و انا الیه راجعون.
112
204
12
1,578
68,665
زما ګرانو وطنوالو، تر دې زیاته خوښي په دې شېبه کې لږه وینم چې یوځل بیا له تاسې سره مخامخ په مختلفو مسایلو او مواردو د خبرو امکان پیدا شو. یو مهم بحث چې په دې وروستیو میاشتو کې راپیل شوی او په معلومو دلیلونو ځنډېدلی و، د افغانستان د تاریخ په اړه د پودکاست پرله پسې لړۍ وه. موږ په دغو بحثونو کې تر دویم انګلیس – افغان جنګ وړاندې حالاتو ارزونې ته رسېدلي وو چې څنګه یې انګرېزانو ته په نژدې ۴۰ کلو کې د دویم یرغل پلمه په لاس ورکړه. نن ځان نېکمرغه بولم چې هغه لړۍ، له هماغه ځایه چې درېدلې وه، بیا پیلوو. در زمره شرایط و عواملی که راه را برای حمله دوم انگلیس بر افغانستان در اواخر سالهای هفتاد قرن نزده هموار کرد، باید حکمیت انگلیس در تقسیم وادی سیستان با فارس را که امیر افغانستان شیرعلی خان را سخت آزرده ساخت، به طور خاص مورد توجه قرار داد. انگلیسانو د قاجاری فارس ادعاوو ته په پام سره چې سیستان یې د صفوي امپراتورۍ برخه او ځکه خپل حق باله، د هلمند سیند او تالابونو منځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په تېرولو، افغانستان اړ کړ چې په لوېدیځ کې شاته ولاړ شي او د سیستان یوه مهمه او په حقیقت کې ښېرازه برخه فارس ته پرېږدي. در نتیجه این تغییرات، بعلاوه از درست رفتن خاک در وادی سیستان، ترکیب جمعیتی افغانستان نیز تغییر کرد و یک بخش قابل ملاحظه شهروندان بلوچ آن در ترکیب کشور دیگری درآمد. شواهد نشان می دهند که اگر موضوع سیستان در اوایل سالهای هفتاد قرن نزده به نحو دیگری فیصله می شد، شاید تهاجم دوم انگلیس بر افغانستان که به بهانه نزدیک شدن امیر به روسیه صورت گرفت، واقع نه می شد. د ژوند لارې پودکاست په دې ګڼه کې د دویمې انګرېز – افغان جګړې د عواملو او انګېزو د څېړنې په لړ کې د سیستان پر ویش غږېږو او ګورو چې څنګه انګرېزانو په دغه لانجه کې فارس ته په ترجیح ورکولو، افغانان خوابدي او اړ کړل چې د مرستې له پاره روسانو ته مخ واړوي. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: mohammadashrafghani.com/ps/4… mohammadashrafghani.com/fa/4… mohammadashrafghani.com/47th… این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
65
76
3
553
25,052
هموطنان عزیز، رویداد های اخیر در کشور را که با تلفات جانی و خسارات مالی به مردم ما همراه بود، با نگرانی و تاثر عمیق دنبال می کنم. از حوادث اسف بار هرات که در آن با زنان رفتار خشونت بار صورت گرفته قلباً متاثر و متالم شدم.   هم مهاله، د پاکستان په نویو هوایي بریدونو کې زموږ ګڼ شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې دا پېښې او عاملین یې کلک غندم، د شهیدانو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د الله تعالی له دربار نه د عاجلې شفا غوښتنه کوم.   این حوادث چه در بعد داخلی و چه خارجی به دلیلی در کشور ما اتفاق می افتند که ما بعد از فراز و نشیب های زیاد به یک دو راهی مرگ و زندگی ملی رسیده ایم که اساس آنرا بحران عدم مشروعیت تشکیل می دهد. عبور از این حالت عقل جمعی و تلاش همگانی نیاز دارد که کشور دوباره به صراط مستقیم برگردانده شود.   تر کومه چې د ملي ګټو په اړه د ولس په غوښتنو او بحث پورې اړه مومي، نه شوای کېدی چې د ملي او سیمه ییزې دایمي سولې مهمه مساله له پامه وغورځوو. دلته اساسي پوښتنه هم همدا ده چې دایمي سولې ته چې زموږ له لاسه وتلی حق دی، څنګه ورسېږو؟ آیا دا ومنو چې د یوې ډلې د ارادې تحمیل مو هغې ته رسولی شي؟ که نه باید ټول لاسونه سره ورکړو، زړونه یو کړو، سرونه نژدې او فکرونه سره ګډ کړو چې ور ورسېږو؟   عقل جمعی افغان ها حکم می کند که ملت باید با توکل به الله تعالی (ج) و طلب معاونت از آن ذات بی همتا، به جستجوی گمشده اساسی خود که صلح پایدار است، بر آید. این صلح پایدار، هم برای همه ما در داخل کشور و هم با همسایه های دور و نزدیک ما درمنطقه نیاز است تا به جای بحران های دایمی، به رفاه دایمی که به سود همه است، برسیم.   ژوندی دې وي افغانستان پاینده باد افغانستان یشه سین افغانستان
169
89
24
701
56,025
به مناسبت وفات آیت الله فیاض، از علمای برجسته عالم اسلام، تاثرات قلبی خود را به خانواده آن مرحوم و رهروان ایشان تقدیم می کنم. او که اصالتاً به کشور عزیز ما تعلق داشت، سالهای متمادی را در عراق به تحقیق و تدریس علوم دینی سپری کرد و به یکی از مراجع تقلید شیعه یان تبدیل شد. روح شان شاد. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
58
24
3
531
24,708
قدرمنو هیوادوالو، خویندو او ورونو، السلام علیکم ورحمة الله و برکاته، تاسې ټولو ته – که په هیواد کې دننه یا د نړۍ هر ګوټ کې یاست، د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. عید سعید اضحی به فرد فرد شما در هر کجایی که هستید، مبارک باد. قربان هییت بیرمینگیز مبارک. خپل درناوی دغه راز قدرمنو حاجي صاحبانو ته چې د حج مقدسې فریضې ادا کولو له پاره په بیت الله شریف کې راټول شوي، هم وړاندې کوم او د افغانستان د ملت او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د سوکالۍ لپاره د دعا هیله ترې کوم. امروز گرد آمدن مسلمانان در بیت‌الله شریف، گواه روشن این حقیقت است که عقیدهٔ ما در انحصار هیچ فرد و گروهی قرار ندارد. این باور مقدس، میراثی است که در طول قرن‌ها از دل اندیشه و شعور جمعی به ما رسیده است. از همین‌رو، هر مسلمان در روز قیامت در بارگاه الله جل‌شانه، خود پاسخگوی اعمال خویش خواهد بود. عقیدهٔ پاک و مشترک ما هیچ‌گاه مایهٔ تفرقه در میان ملت ما نبوده است؛ بلکه همواره ارزش والایی بوده که دل‌های مردم ما را به هم نزدیک ساخته و پیوند برادری را استوار نگه داشته است. آنچهسبب اختلاف گردیده، اقشاری اند که عقیده را انحصاری و سیاسی ساخته اند. ګرانو خویندو او ورونو، نژدې شپږ میاشتې مخکې مې تاسې سره په خبرو کې وویل چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بې‌خبره شوی نه دی. نن د رحمت په دې ورځ بېرته تاسو ته در ګرځم او  هغه نیمګړی بحث له هماغه ځایه پيلوم، ځکه په دې دومره میاشتو کې نه یوازې انتخابونه پر خپل ځای پاتي دي، بلکې وضعیت لا ډېر بېړنی شوی او دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلېده. موږ د اختر خوشحالي په داسې حال کې نمانځو چې په زړه کې مو د هغو هیوادوالو داغ لا تازه دی چې په کابل، پکتیکا، خوست،ننګرهار، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې د بمباریو له املهشهیدان او ټپیان شوي دي. ټولو غمجنو کورنیو ته تسلیت وایم. دغه راز پاکستان ته وریادوم چې افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر، اقبال له سترګو وګوري، په ارزښت او وقار دې یې ځان وپوهوي او درک دې کړي چې آسیا د خپل زړه له ثبات پرته ثبات ته نه شي رسېدلی. دا تصور دې هم له سره و ایستل شي چېاستعماري کرښې زموږ دردونه جدا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچسنان کې زموږ خویندې او ورونه ورته درد زغمي چې هغه همزموږ خپل درد دی.   هموطنان گرامی، امسال عید قربان در حالی فرا می‌رسد که تحول بی‌سابقه‌ای در منطقه رخ داده است و دامنه جنگ تا همسایه ما ایران و کشورهایخلیج گسترش یافته است. در این کشورها، به‌شمول مهاجرینافغان، میلیون‌ها انسان آسیب دیده، بی‌جا شده و با نگرانی‌هایعمیق درباره سرنوشت خویش به سر می برند. در چنین وضعیتیکه سراسر منطقه در حال تحول است، بی تفاوت ماندن به معنای آنست که دیگران به جای شما تصمیم بگیرند. نیاز به همکاری منطقوی در این شرایط به مراتب بیشتر از پیش شده است که کلید اصلی آن در کشور عزیر ما قرار دارد. بنا‌ءً یک سیاست اقتصاد محور از اولویت های اصلی ماست که دستیابی به آن انسجام تمام ظرفیت های ملی افغانها را می طلبد. جهان نزدیک به پنج سال در انتظار ماند تا ببیند در افغانستان چی تغییری به‌میان می‌آید، اما این انتظار آمیخته با ناامیدی در حال پایان یافتن است. کشور ما به‌گونه بی‌سابقه‌ای منزوی شده و تقریباً همه طرف‌ها، دیگر به افغانستان نه به‌عنوان یک همسایه،بلکه به چشم یک تهدید امنیتی می بینند. حتی آنهایی که حاضر بودند به گروه حاکم فرصت بدهند، اکنون آشکارا می‌گویند که از خاک افغانستان با خطر تروریزم روبه‌ رو اند. 1/2
417
314
74
2,676
129,446
این همان پیآمد بحران مشروعیت است که من از سال‌ها دربارهٔ آن هشدار داده‌ام. مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، به‌دست نمی‌آید؛مشروعیت را ملت به کسی می‌دهد که آزادانه و با ارادهٔ خود انتخابش کرده باشند. گروه حاکم چشمان خود را بر آن تحول عمیقی بسته است که در ذهن و روان مردم افغانستان شکل گرفته است. کسانی که از نبض ملت خود آگاه نباشند، هرگز نمی‌توانندنماینده واقعی ملت باشند. د روان وضعیت د پېټي زور له بده مرغه ولس زغمي. نن بې شمېره کورنۍ حیرانې دي چې په یوه مړۍ ډوډۍ لومړی د کوم بچي خېټه مړه کړي. چاپېریال مو د اقلیمي بدلون له ژورو منفي پایلو سره مخ دی. فصلونه مو په وچکالۍ سوځېږي او د کور سرپناه مو سیلابونه ویجاړوي. یو ځل بیا وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده. دا د انتخابونوپایله ده او که سم انتخابونه وشي، هیواد مو د الله جل شانه په فضل دومره امکانات لري چې د نسلونو لوږه او بیوزلې پرې ختمهشي. د قربانۍ په دې ورځ باید پوه شوو چې قرباني یوازې وینې تویول نه دي. د الله جل شانه دربار ته د مسلمان نیت او اخلاص رسېږي. دا هغه ورځ ده چې مسلمانان د یو بل لاسنیوی کوي؛ پر بیت‌المال مسلط باید وپوهېږي چې دغه پانګه یوازې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او افغان ملت حق دی، نه د واکمنو شخصي مال.   قدرمنو خویندو، زه ستاسې درد او وېره درک کوم او په دې پوهېږم چې وېره مو د سبا، بل سبا، بلې میاشتې او بل کال ده چې ښوونځی، کار او په ټولنه کې به ګډون ولرئ که نه. له نجونو زده‌کړې پاتې کېدل او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي مسایل نه دي. دا اصلي مسئله ده. هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. ما تل ویلي چې یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي. زموږ پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي. دا زموږ د هیواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی په ځواکمنو اوږو ایښی وي.   هموطنان عزیز سخن گفتن از منافع ملی بدون آنکه ملت در محور آن باشد و بدون وحدت ملی، ناممکن است. منافع ملی باید بر بنیاد یک ارادهٔ ملیتعریف شود و همواره در خدمت وحدت ملت قرار داشته باشد. ما باید با خود صادق باشیم و ببینیم چه چیزی در برابر آن مانع ایجاد کرده است. منافع یک شبکه یا سودِ یک حلقهٔ بسته، در تناقض مستقیم با منافع ملت قرار دارد. این تناقض باید از بینبرود، نه اینکه مدیریت شود؛ منافع هر شبکه‌ای باید در چارچوب منافع ملی تعریف گردد و هیچ‌گاه فراتر از آن قرار نگیرد. اولویتهمیشه با ملت است، نه با شبکه‌ها و حلقه‌های خاص. زمان صحبت در مورد انتخاب دیگر گذشته است، حالا وقت انتخاب است و ملت باید راه آینده اش را برگزیند. من سوالاتی را با شما شریک می‌سازم که امروز تقریباً در هر خانواده افغان مطرح است: در نزدیک به پنج سال گذشته چه چیزی به دست آوردیم؟ چی قیمتی برای آن پرداختیم؟ و اگر این وضعیت پنج سال دیگر هم دوام کند، پیامد آن چه خواهد بود؟ عید امسال می‌تواند فرصت خوبی برای آغاز یک گفتمان ملی در این مورد باشد. در هر خانه، هر نشست، و هر محفل می‌توان با ذهن آرام یک بحث واقعی ملی را آغاز کرد. از هموطنان مقیمکشورهای دیگر نیز دعوت می‌کنم که این بحث به شما نیز تعلق دارد. در این گفتمان ملی سهم بگیرید، از آن حمایت کنید و پشت تصمیم ملت خود بایستید. البته آنچه که هرگز نباید فراموش شوداینست که: هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمی‌تواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند. اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي. اجماع د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه ‌مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي. زه د تل په څېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم،خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ، او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم. تل دې وي افغانستان زنده باد افغانستان یشه سین افغانستان 2/2
54
71
14
560
35,966
بسم الله الرحمن الرحیم. ګرانو هېوادوالو، د پاکستان وروستي هوایي تېري ته چې په دوو میاشتو کې دویم ځل تکرار او زموږ د بیګناه کوچنیانو، خویندو او وروڼو د شهېدېدو او ژوبلېدو سبب شو، د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه. په پکتیکا، خوست او کونړ کې د خپلو وروڼو او خویندو غم په ټول وجود احساسوم او ترڅنګ یې یم او دا ناروا تېری ټینګ غندم. پاکستان باید خپلې دغه لمسونې چې له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده بې ځنډه ودروي. این تجاوز، مانند واقعات مشابه گذشته احساسات تمام ملت ما را، صرف نظر از علایق شخصي و تعلقات خانوادگی افراد، عمیقاً جریحه دار ساخته است. ما بمثابه یک ملت درد مشترک داریم که بالاثر آن قهر ما در برابر متجاوز هم مشترک است. پاکستانینگ هوا بمباردمانی عاقبتېده شرقی افغانستانده باله لرینگ شهید بولوشینی کوریب، منینگ دیلمگه ومیلیونلب باشقه افغانلارنینگ بی حساب غم – غصه تولدیردی. دلته باید په ټینګار ووایم چې افغان ولس د ټولو آسماني احکامو او ځمکنیو قاعدو له مخې د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري. دغه دفاع په تاوده سنګر کې له درېدو، د بلې هرې معقولې او منلې وسیلې تر کارولو قانوني او مشروع ده. کشور ما برای دهه های پیهم آماج جنگ اعلان نا شده از آن سوی خط دیورند بوده که من بارها از عاقبت ناگوار آن به همه در منطقه و جهان هشدار داده بودم. این جنگ اعلان ناشده از مردمان هر دو سوی خط قربانیهای سنگین گرفته که به بهانه مقابله با خشونت گروه های مخالف، مورد خشونت و تعدی توصیف نشدنی قرار گرفته اند. اما قدر مسلم اینست که مقابله با مخالفت ها و خشونت هایی که با انگیزه سیاسی انجام می شوند، با استفاده از وسایل غیر سیاسی و خشن امکان پذیر نیست و آنرا به یک زخم خبیثه مبدل میکند. دلته دغه راز غواړم ټولې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته هم د هغوی په غمونو او دردونو تسلیت ووایم، ځکه داسې ورځ به نه وي چې هلته هم میندې بورې نه شي ، شازلمیان شهیدان نه شي او وحشت خپل غاښونه ښکاره نه کړي. د کرښې دواړو خواوو ته هماغه څه تطبیقیږي چې له ډېر پخوا نه، له ویشلو سره سره په دې ولسونو روان دي. زموږ دردونه یو دي، احساس مو یو دی. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم لکه د خپلو افغان وروڼو او خویندو د سوله ییز او پتمن ژوندانه تږي دي. د پوځي بریدونو ترڅنګ اوس زموږ د هېواد په آدرس د پاکستان له خوا بیا په قهري وسیلو د سیاسي بدلونو د راوستلو اشارې هم رارسېږي. موږ د خپل هېواد په راتلونکي برخلیک کې د نورو هر ډول مستقیم او غیر مستقیم رول، لاسوهنه او ناروا بولو. افغانان باید پخپله دا فرصت او امکان ومومي چې د یوې لازمي اجماع له لارې د خپلې راتلونکې پرېکړه چې مشروعیت او ولسي مقبولیت، د ښځو او سړیو د حقونو او آزادیو تامین او له نړۍ سره مشروع تعامل ته لاره پرانیزي، پخپله وکړي. نور باید وپوهېږي چې افغانان که په نورو خبرو کې اختلاف لري، دلته یې نظرونه اتفاق ته نژدې سره ورته دي او همدا افغانان له غیر افغانانو بېلوي. زموږ ولس ته په دې حساس پړاو کې په کار ده چې ځانونه د یوه ملت په توګه پیاوړی کړي، نه دداسې افرادو په توګه چې واک ورته د وسیلې پرځای هدف ښکاره شي. زموږ ټوله هڅه باید اوس دا وي چې په هېڅ پلمه، د افغان په لاس د افغان وژنې او وینې تویېدنې ته بیا لار جوړه نه شي. بلی، در اینجا اصل کلیدی، جلوگیری از احتمال خونریزی افغان توسط افغان در آینده است و این کار باید در صدر اولویت های ما قرار داشته باشد. نگرانی بنیادی من اینست که یک پروژه دیگر خونریزی افغانها که در پایان، خدا نخواسته، به تجزیه و فروپاشی افغانستان منتج شود، از طرف بعضی ها رویدست گرفته شده باشد. حال ما به یک انتخاب دشوار رسیده ایم که یا با همدلی او همدیگر پذیری خود را واقعاً به چهار راه آسیا مبدل می کنیم، یا متاسفانه بار دیگر میدان جنگ نیابتی دیگران می شویم. زموږ د هېواد په چاپېر سیاسي غوغا او پر حاکمیت یې وسله وال تېری د ترهګرۍ خلاف مبارزې تر پردې او پلمې لاندې، ښایي تر یوه د ډېرو لوبغاړو له خوا طرحه شوي او ترسره کېږي او ډول ډول دلایل ورته تراشل کېږي. خو زما له نظره دا هرڅه د واقعیتونو د لیدلو پرځای په احساساتو درول شوي چې نه په کې د وضعیت تعریف او نه کارنده تګلاره شته. د ترهګرۍ مساله یو بحث دی چې هرومرو باید راپورته شي. هغې ته باید افغانستان، پاکستان او دغه راز زموږ ټوله شاوخوا سیمه په ګډه او اجماع یو نوی تعریف او چوکاټ ومومي او د هغه له مخې یې له مظاهرو سره چلند وشي. دا مسایل په موقتو موافقو او اوربندو نه حلېږي او اوسنی غوره شوی تګلوری د وخیمو عواقبو خواته ځي او ځکه په عاجل ډول بدلول غواړي. اوس په افغانستان او ټوله سیمه کې د یوې تلپاتې سولې د راوستلو او ټینګولو چې الهی نعمت دی، عاجله اړتیا تر هر بل وخت ډېره شوې ده. ژوندی دې وي افغانستان یشه سن افغانستان زنده باد افغانستان
312
266
47
2,569
193,514
بسم الله الرحمن الرحیم ګرانو خویندو او وروڼو، زموږ لرغونی هېواد د یوه ډېر حساس تاریخي پړاو له منځه په تېرېدو د یوه مهم انتخاب دوه لارې ته رسېدلی چې د لویو خطرونو ترڅنګ په کې د لویو فرصتونو څرک هم لګېدلی شي. د هیلو او نهیلیو، د باورونو او بې باوریو، د صراط المستقیم او طریق الجحیم په دې مجادلو او انتخابونو کې هېوادوال د یوه سملاسي او بنیادي بحث غوښتنه لري، داسې یو بحث چې دوی ته د ملي ګټو پولې روښانه او د هغه پر چاپېر یوې لازمي اجماع ته لار جوړه کړي. وطنداشلر، فقط و فقط ملی منفعتلر و قدریتلارگینه بیزنینگ کینگ خلقی میزنی بیر ملی اجماع اوستیگه ایغلی لادی، کلاجک اوچون توغری یول تپیشگه امکان یره تیب بیره دی. اوس زموږ د ولس اساسي پوښتنه داده چې ددې تاریخي مقطع غوښتنې څه دي او د حصول له پاره یې څه کول په کار دي. پاسخ به این سوال اساسی، با پاسخ یافتن چند پرسش مهم دیگر که با آن خیلی تنگ گره خورده اند، امکان پذیر می گردد و آن اینکه: - تعریف ما از وضیعت کنونی چیست؟ - حالات در چه جهتی مسیر یافته اند و ادامه آن مثلاً، تنها برای دو سال دیگر چه عواقبی به دنبال خواهد آورد؟ - برای تعریف و مشخص سازی منافع ملی، اجماع لازمی را چگونه شکل داد؟ - تأمین منافع تعریف شده ملی در کدام محدوده و چارچوب ممکن است؟ - وسایل و امکانات تأمین آن کدام ها اند؟ ددې پوښتنو ځوابونو کې د راتلونکې هغه لاره او مسیر موندل کېدلی شي چې سر یې تلپاتې سولې او ثبات ته وځي. تلپاتې سوله د ملي حاکمیت او راتلونکي مشروعیت اساس؛ د ثبات، ملي امنیت، اقتصادي ودې، ولسي سوکالۍ او نړیوالې، اسلامي او سیمه ییزې مننې او همغږۍ مخشرط دی. له بده مرغه ۴۷ کاله وشول چې موږ له دغو حقونو او مزایاوو بې برخې پاتې شوي یا ساتل شوي یو. تر کومه چې د ملي ګټو په اړه د ولس په غوښتنو او بحث پورې اړه مومي، نه شوای کېدی چې د تلپاتې سولې مهمه مساله له پامه وغورځوو. دلته اساسي پوښتنه هم همدا ده چې تلپاتې سولې ته چې زموږ له لاسه وتلی حق دی، څنګه ورسېږو؟ آیا دا ومنو چې د یوې ډلې د ارادې تحمیل مو هغې ته رسولی شي؟ که نه باید ټول لاسونه سره ورکړو، زړونه یو کړو، سرونه نژدې او فکرونه سره ګډ کړو چې ور ورسېږو؟ به تأسی از حکم واضح خالق لایزال در قرآن کریم که «از من بخواهید تا استدعای شما اجابت شود»، با توکل به او تعالی و طلب معاونت از ذات اقدس، به جستجوی گمشده اساسی خود یعنی صلح پایدار بر می آییم. اگر این اصل را پذیرفتیم که مقصود، رسیدن به یک صلح پایدار برای همه است، مساله بعدی تصمیم گیری در مورد توازن میان تحول اوضاع کنونی و تداوم آنچه داشتیم، خواهد بود. که د شل کلن «قتل العباد» او «تخریب البلاد» یادونه کېږي؛ که د واکمنۍ له پاره د «فساد، رشوت خورۍ، زورواکۍ، انډیوالیزم، قومیت پرستۍ او منطقه پرستۍ پای ته رسول او د عدالت تامین» شرط ایښودل کېږي او پرته یې «دا حکومت نه دی، دا امنیت نه دی، دا د مسلمانانو په ګټه حکومت نه دی، دا د شخصي خلکو په ګټه حکومت دی»، نو بیا پرېږدئ چې په دغه امتحان کې د کامیابۍ او ناکامۍ نمرې ولس ورکړي چې وضعیت ورته لکه لمر روښانه دی. اوس هغه وخت دی چې ولس دې بحث ته ورګډ شي، خپلې نمرې اعلان کړي او ووایي چې دا معیارونه پوره شوي دي که نه. که ځواب منفي وي، باید پرېکړه وکړي چې آیا دا اوسنی مسیر یې د پوره کېدو خواته ځي که «ترکستان ته رسېږي» او سوکالي نه راوړي. عودت دادن اجباری بیش از دونیم میلیون مهاجر ما، زلزله های ویرانگر و سایر بلایای طبیعی، و مهمتر از همه تجاوز نظامی پاکستان بر خاک ما و عواقب آن، وضعیت نابسامان کشور را به مراتب جدی تر ساخته است. نیاز به اقدامات برای بیرون رفت از آن نیز به همین پیمانه جدی تر و مستعجل تر شده است. نن زموږ خویندې او وروڼه دننه په هېواد کې او بهر پوښتنه کوي چې آیا دې ټولو پرمختیاوو ته په کتو، هیلې مړې شوي که څرک یې لا پاتې دی؟ زما ځواب دادی چې نهیلۍ ته به لار نه ورکوو، خو دا به هم منو چې واټن اوږد او مزل ستومانوونکی دی چې په یوه شپه کې نه بشپړېږي. دا به منو چې د بدلون له پاره په ډېرو لوړو او ژورو د تېرېدو اړتیا ده او موږ د یوې دوې لارې پر سر ولاړ یو. یوه یې د اوسني وضعیت د رغولو، له بحران نه د وتلو او په هوښیارۍ او درایت د ستونزو د غوڅولو ده؛ بله یې د بحران د ژورېدو او کندې ته د لوېدو ده چې پراختیا او ژورتیا یې ‌ډېر نه، په راتلونکو دوو کلونو کې راڅرګندېږي. اکنون باید به طور جدی محور گفتمان ملی خود را بر این قرار دهیم که اهداف ما چگونه مشخص شده می توانند؛ چگونه به آن دست می یابیم؛ چگونه با جهان دوباره می پیوندیم و روابط با کشورهای دور و نزدیک را چگونه تنظیم و تحکیم می بخشیم. اگر انتخاب ما آینده است، باید راه برای یک اجماع لازمی یعنی اشتراک اکثریت، و نه همه و هرکس، در نتیجه بحث های همه جانبه در داخل و خارج کشور، هموار شود. بقای ما در همدیگر پذیری، تامین صلح پایدار و تحول و تداوم است. اگر راه همدیگر پذیری را انتخاب می کنیم باید در عین حال مشخص سازیم که آیا تمرکز بر آینده خواهد بود یا آنچه در گذشته اتفاق افتاده است؛ تعادل میان گذشته و آینده چگونه باشد؛ بیدرنگ آغاز کنیم و به پیش رویم یا کماکان پا برجا می مانیم و چشمان خود را بر گذشته می دوزیم. زما په نظر، د حل اساسي لاره داده چې مخ ته ولاړ شو او په ګډه ولاړ شو، خو د تاریخ درسونه هم رالنډ کړو او د خپلې غوړېدلې راتلونکې په ښه یې راولو. له خپلو او پردیو تجربو نه عبرت واخلو؛ بشپړ مشروعیت تامین کړو؛ ژوند ته لومړیتوب ورکړو؛ له نړۍ سره د سیالېدو له پاره روزلي او تحصیل کړي هوښیار ځوانان او پېغلې ولرو؛ داسې طرحې جوړې کړو چې له اوسنیو شرایطو او اوضاع سره سمون ولري. او دا هر څه یو مخشرط لري او هغه د ولس موافقه او لازمه اجماع ده. زموږ ټول تمرکز باید ۲۱ کاله وروسته د معاصر افغانستان پر ۳۰۰ مې کالیزې وي. موږ باید ژر د خپلو اوسنیو ستونزو په هوارولو دداسې یوه افغانستان جوړولو ته مټې ونغاړو چې په ۲۰۴۷ کال کې په هسکه غاړه د نړۍ سیال شوی وي. په پای کې غواړم یو ځل بیا تکرار کړم چې زه د ځان له پاره هېڅ نه غواړم او نه یې په هڅه کې یم، خو که اړتیا او د خلکو غوښتنه وي، چمتو یم چې له بحران نه د وتلو او د جوړوونکو لارو په ښودلو او وړاندې کولو چې اساسي ټکي یې پر مرګ د ژوندانه، پر فقر د شتمنۍ، پر تربګنۍ د ملي ورورولۍ رجحان وي، خپله ونډه پوره کړم. ژوندی دې وي افغانستان زنده باد افغانستان یشه سین افغانستان
610
377
111
2,731
291,835
د افغانستان د تاریخ په دې خپرونه کې، په نولسمه پېړۍ کې د انګرېزانو پر لومړي وسله وال تېري، عواملو او دواړو لورو ته یې په عواقبو غږېږو. له دغه یرغل نه چې د پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې وشو، انګرېزانو درې موخې درلودې: منځنۍ آسیا ته نژدې کېدل؛ د ګڼو واکمنیو پرځای چې د کورنیو جنګونو نتیجه وه، د یوه واحد، خو له دوی سره تړلي افغان حکومت ایجاد؛ او په افغانستان کې د خپل یوه ملګري سیمه ییز لښکر جوړول چې ورسره د رنجیت سینګهـ پنجاب چې دوی ورته سترګې نیولې وې، له دواړو خواوو چاپېر کړي. افغانها در ابتدا بدون آن که قادر به درک عمق بازی های استعماری باشند، شاه شجاع را به عنوان وارث مشروع امپراتوری احمدشاهی پذیرفتند، اما با نمایان شدن ماهیت دست نشاندگی شاه، مقاومت در برابر اشغال انگلیس رو به افزایش نهاد که در آن شاه شجاع زندگی خود و انگلیس ها حیثیت امپراتوری شانرا با شکست فاحشی که متقبل شدند، از دست دادند. د لومړۍ انګرېز – افغان جګړې په نتیجه کې، افغانستان وساتل شو، خو له بده مرغه د راتلونکو ۲۱ کلو له پاره د واک پر سر کورنۍ جګړې ته ولاړو. دا جګړې چې نوي واکمن – امیر دوست محمد خان په پای کې کرارې کړي، د هغه تر مړینې وروسته بېرته تودې شوې. د فتور په دې درېیو لسیزو کې سندهـ، کشمیر، پېښور، دېره اسماعیل خان، دېره غازي خان او ملتان په اساسي ډول د افغانانو له لاسه ووتل. افغانها با قربانی های بی دریغ، موفق شدند که انگلیس ها را با زور از کشور خود برانند، اما آنها در مقابل برای کشیدن انتقام از ملت ما، جلال آباد را آتش زدند؛ غزنی را غارت کردند،؛ استالف را به مشت خاکستر تبدیل نمودند؛ و مهمتر از همه، بازار مشهور چارچته در کابل را چون نمادی از وحشت استعمار اروپایی که زیر نام تمدن انجام شد، به شکل یک مخروبه سیاه بر جا گذاشتند. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: mohammadashrafghani.com/ps/4… mohammadashrafghani.com/fa/4… mohammadashrafghani.com/46th… این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
47
91
3
784
52,602
د افغانستان د یوه خواخوږي او تجربه لرونکي سیاستوال او دولتي شخصیت هدایت امین ارسلا له وفات نه په خبرېدو مې د خواشینۍ او درد ژور احساس وکړ. هغه چې د ولسمشرۍ تر مرستیالۍ یې په بېلابېلو دندو هېواد ته خدمت کړی، وطن ته د متعهد نسل یو استازی و. محترمې کورنۍ او پاتې کسانو ته یې صبر او مرحوم ارسلا صاحب ته د الله تعالی (ج) له درشلې د بښنې او غوره جنت غوښتنه او دوعا کوم. انالله و انا الیه راجعون.
38
40
2
724
47,911
از تلفات و خسارات وارده در نتیجه زلزله اخیر در شمال افغانستان، خاصتاً ولایات بلخ و سمنگان قلباً متأثر و اندوهگین شدم. از خداوند لایزال استدعای شفای کامل برای مجروحان و طلب مغفرت برای شهدای این حادثه المناک دارم. کېچه کې گچه نینگ قاتتق زلزله سې دیللرېمنې چوق آغرتدی. الله تعالی یارالانغلرگه تیز شفا، شهید لرگه ایسه جنت فردوس نصیب قلسن. منینگ دیللریم بیله ن اولرنین غمېنې بولیشېب، دعادا یادمه ن. کمک های بی شائبه همه هموطنان، خاصتاً آنهاییکه هر بار در رویداد های مشابه از دیار غربت به یاری هموطنان خود می شتابند، نشان میدهد که آنها مطابق کلام ماندگار مولانای بزرگ، که این بار زادگاه او در مرکز این الم طبیعی قرار داشت، از «اصل خود دور نیافتاده اند» چون همواره «باز جویند روزگار وصل خویش». مولانای بلخ، قرن ها قبل درد مشترک ما را درک و بیان کرده است. همه ما باید بدانیم و بپذیریم که درد ما مشترک است و هیچکس نمی تواند ما را به نام های مختلف از هم جدا کنند. زموږ هغه پانگوال هم د خاصې مننې حقدار دي چې د نوم له ښودلو پرته یې تل له زیانمنو شویو هیوادوالو سره مرستې کړې دي. د طبیعي پېښو تکرار، له ایران او پاکستان نه د ۲٫۶ میلیونو کډوالو راستنېدنې او د ډيورنډ کرښې د لارو تړنې، جدي ستونزې رامنځته کړې دي. در اینجا لازم میدانم در مورد کمک های بشری که در مواقع مشابه از سوی مجامع جهانی با افغانها شده یا خواهد شد، این نکات را برجسته سازم: نخست اینکه سازمان ملل، که متاسفانه امروز متصدی مدیریت کمک های خارجی با افغانان شده است، مشکل جدی در بخش شفافیت دارد. در نیم قرن گذشته، این سازمان هرگز گزارشی را که نشان دهد چه مقدار کمک های فراهم شده بنام افغانها، صرف معاشات و دیگر امور اداری آن شده و چه اندازه آن به افغانها تحویل داده شده است، در اختیار عامه قرار نه گرفته است. دویم داچې افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او منځنۍ آسیا سره زموږ له تعامل نه وروسته چې زموږ د ګڼو سفرونو نتیجه وه، اوس هغوی په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده. اوس باید ددغو بندرونو، په تېره بیا حیرتانو او آقینې د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټ له هېوادوالو سره شریک شي چې د خپلو کورنیو سرچینو په پراخوالي او د هغوی د لګېدو په ډول وپوهېږي. بلخ زلزله زده ما، شهر مولای علی و مهد مولاناست و به ما یادآوری میکند که دین خود را باید از دل و جان درک کنیم، نه از ظواهر. ما باید افتخار کنیم که امروز آثار مولانا در انگلیسی و زبانهای دیگر جهان زیادترین خواننده دارد. به همین دلیل ضرور است که ما دوباره به اصل و تاریخ خود وصل شویم. هدف از این وصل تنها وصل فزیکی با مبدای ما نیست، بلکه یک وصل تاریخی است، با درک اینکه افغانها یک سهم عظیم در دوره تاریخی تمدن طلایی اسلامی داشته اند.   زنده باد افغانستان تل دې وي افغانستان یشه سین افغانستان
53
60
8
765
45,822
قهرمانی جوان کشور را در بازی های فوتسال آسیایی به همه تبریک گفته برای یکایک آنان موفقیت های مزید آرزو می کنم. تجلیل شایسته مردم قدر شناس کشور و حضور گرم همه اقشار مایه دلگرمی بیشتر جوانان به آینده است. ایجاد فضای نشاط و شادابی بعد از پیروزی، ارمغان و دست آورد بزرگ نسل جوان برای کشور و مردم است. انشالله در رقابت های آینده با عزم قوی و روحیه عالی درخشش بیشتر داشته باشند.
140
119
10
1,750
66,714
د احمدشاهي امپراتورۍ د ړنګېدو د عواملو په څېړنه کې چې د رامنځ ته کېدو سابقه مو یې په تېرو دوو خپرونو کې څېړلې، تر ټولو لومړی باید هغه پرېکړې، اقدامات او کړنلارې تحلیل کړو چې تر ډېره د کورني حالت حساسیت او د سیمې او نړۍ بدلېدونکو واقعیتونو ته له پام پرته طرحه او عملي شوي دي. در نتیجه همین آگاهی ناقص و تصامیم ناسازگار با اوضاع، شهنشهاهی بزرگ افغان بعد از تقریباً نیم قرن اقتدار، آهسته آهسته به سطح هرج و مرج ملوک الطوایفی سقوط کرد و کودتا پشت کودتا به روال روزمره زندگی مبدل شد. این اوضاع نابسامان داخلی همسایگان منتظر به فرصت را تشجیع کرد که از هر سو بر قلمرو دولت افغان بتازند. لومړنۍ لویه سیمه چې په دې لړ کې له لاسه ووته کشمیر و چې د سیکهانو نوي راهسک شوي دولت لاندې کړه. وروسته زموږ ژمنۍ پلازمېنه – پېښور هم همدغه نوي ځواک ته وبایلل شوه چې ورسره هېواد، له نوي او پیاوړي سیال سره چې له لاهور نه یې د افغان خاورې د لاندې کولو او پرې کولو اقدامات یو په بل پسې عملي کول، مخامخ شو. از سوی دیگر قاجاریان فارس، برای جبران عقب نشینی در برابر روسها که نیز در حال پیشروی به سوی شرق بودند، سعی کردند بخشهایی از افغانستان خسته از نفاق داخلی را به چنگ آورند. دولت سیکهـای لاهور اما زیاد دوام نیاورد و انگلیس با تجزیه و ادغام مستملکات آن، از جمله آنچه از افغانها بریده بودند، در قلمرو هند برتانوي، به عنوان یک بازیگر قویتر در همسایگی افغانستان در شرق قرار گرفت. د نولسمې پېړۍ په ټوله لومړۍ نیمایي کې زموږ روانو کورنیو تربګنیو او سیالیو، چې له بده مرغه د پېړۍ په دویمه نیمایي کې هم په وقفو روانې پاتې شوې، انګرېزان زموږ پر هېواد پوځي یرغل ته وهڅول چې دواړه لوري په کې خوږ شول، خو افغانستان ته یې مادي او معنوي زیانونه نه جبرانېدونکي وو. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: mohammadashrafghani.com/ps/4… mohammadashrafghani.com/fa/4… mohammadashrafghani.com/45th… این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت اند: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
71
97
5
859
59,038