BBC Pashto (@bbcpashto) header
BBC Pashto (@bbcpashto) profile picture

پر اېکس د بي‌بي‌سي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټس‌اپ: 00448000121010

London
Joined December 2008
Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)
د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټې لانا نسيبه د انتونیو ګوترېش د ځایناستې کېدو سیالۍ ته ننوتې ده. د ګوترېش کاري دوره د ۲۰۲۶ کال په پای کې پای ته رسېږي. که نوموړې دغه مقام ته وټاکل شي، ښايي د ملګرو ملتونو لومړنۍ ښځینه سرمنشۍ او دویمه عربي څېره شي چې دغه مقام ته رسېږي.
3
801
په دغه نوي فلم کې رنبیر کپور د "رام" رول لوبولی چې په رامایڼ کیسه کې یو نېک‌ شهزاده دی خو حالات یې له پاچاهۍ لاس‌پرسر کوي، ۱۴ کاله جلاوطنۍ ته اړ کېږي او له خپلې مېرمنې "سیتا" سره ځنګل ته پناه وړي. خو هلته راوڼ پاچا چې لس سرونه لري، سیتا ترې تښتوي. bbc.in/4iDVIf0
3
3,393
افغانستان له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د دويمې ورځې تر پايه د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې. زېمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې. د افغانستان لپاره صدیق الله اتل ۵۵ او رحمان الله ۵۰ منډې وکړې. bbc.in/4k6ipLr
3
25
2,637
پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار وضعیت لا هم ترینګلی دی. د چارواکو په وینا، دغلته د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې (JKJAAC) د غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وقفه‌يي ډول د ډزو تبادله روانه ده. bbc.in/3WoNjF2
1
25
2,836
په تېرو څو میاشتو کې د ټولنیزو رسنیو فضا د دیني پوښتنو په ځوابولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې‌ای) د رول په اړه له تودو بحثونو ډکه ده. دغه بحثونه تېر اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د "قاف" په نوم د یوه کاریال (اپلیکېشن) له خپرېدو وروسته، لا پسې پراخ شول. bbc.in/4sGpi8c
2
5
2,416
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې زېمبابوې ۵۰۴ منډې وکړې او نسبتا لوړ هدف یې کېښود. د افغانستان له اړخه محمد سليم او قيس احمد هر يوه دری دری، ضيا الرحمان اکبر دوې، ضيا الرحمان شريفي او حشمت الله شیهدي يوه یوه وېکټه واخيسته.
2
2,144
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي، افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دی، خو پخپله د لمریزې انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري. د دغه ظرفیت اندازه له ۲۲۵ ګېګاواټه زیاته اټکل شوې ده. دا دومره انرژي ده، چې د برېښنا ته د بریتانیا اوسنۍ ټوله اړتیا پوره کولی شي. bbc.in/47XwuU7
32
2,963
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانینو کې د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو پلانونه اعلان کړل. بي‌بي‌سي په دې اړه خپلې پوښتنې په برېتانیا کې د کډوالۍ له وکیل، فرید وردګ، سره شریکې کړې دي.
4
2,223
د پيرو چارواکي وايي چې په هوايي ډګر کې یې تر ۳۰۰۰ ډېرې غڼې نیولې او ضبط کړې دي. دوی ویلي چې دا (تارانټولا) ډوله ببرې غڼې درو بهرنیو وګړو په جرابو کې پټې کړې او په خپلو بکسونو کې یې جرمني‌ته لېږدولې چې ونیول شول.
17
5,665
کله چې په برېښنایي ټال (رولر کوسټر) کې کینئ، زړه مو په تېزۍ درزېږي، ګېډه مو نا ارامه وي حس کوئ چې پښې مو کمزورې شوې دي او بدن مو رېږدي. د ډېرې وېرې او هیجان حس درته پیدا کېږي، فکر کوئ چې اوس به په ځمکه لګېږئ خو بیا ولې له دغې تجربې خوند اخلئ؟
2
1
21
5,726
په ویډیو کې لیدل کېږي چې د ژغورنې یوه ډله په هند کې د کیندنې ماشین د سلواغې یا ډولچې په کارولو هغه کارګران ژغوري چې د یوه له اوبو ډک شوي سیندګي په منځ کې بند پاتې وو.
10
4,612
د امریکا د کولوراډو ایالت د سان خوان سیند اوبه په دوو اوونیو کې دوه ځلې له خپل مسیره ووتلې او شاوخوا سیمه یې لاندې کړې. په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو کوچنی لرګین کور د سیند اوبو پر مخ اخیستی دی او دې مزل کې یې له یوه پله سره ټکر کوي، چې دړې وړې کېږي.
4
16
4,354
بي بي سي ته د بریتانیا د هکرانو بیاسمون يوه داسې پراخېدونکي پروګرام ته ځانګړی لاسرسی ورکړل شوی، چې د پولیسو له لوري چلېږي، چې له مخې يې ځوانان له انټرنېټي جرمونو واړوي. جو ټایډي له هغو ځوانو هکرانو سره خبرې کړې چې په دغه پروګرام کې شامل دي.
1
5
2,672
د امریکا مشرانو جرګې لپاره د دوو سره نژدې سياليو برخليک لا هم نه دی روښانه شوی، يوه الاسکا او بله مېسيسيپي ده، چې ډيموراټ کانديد سکاټ کالم په کې د خپلې جمهورۍ سيالې سينډي هايډ-سمېت پر وړاندې د يوازې ۱۱۳۸ رايو په توپير خپل مخکېوالی پراخ کړی. کارل نزمان نور حال درکوي:
1
13
3,152
د امریکا مخکښ ډیموکراټان بيا راتلونکي کانګرېس کې د خپلو لومړیتوبونو پر کاږلو بوخت دي. لوړې بیې، حساب کتاب او د ايران پر وړاندې د جګړې پای ته رسول يې سر کې دي. د بي بي سي خبريال کلايو ماير پرې دا راپور چمتو کړی دی.
1
32
3,359
امریکا کې جمهوريان بيا پر خپلې يوې تر ټولو ناوړه ناکامۍ د پوهېدو هڅه کوي، او د ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته مودې کې د خپل ګوند پر راتلونکي غور کوي. د بي بي سي شمالي امريکا خبريالې سارا سمېت پرې دا راپور جوړ کړی دی:
2
14
171
14,304
ډیموکرات ګوند د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د مشرانو جرګې (سنا) او د استازو جرګې دواړه ګټلي او د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې لپاره یې د کانګرس کنټرول خپل کړی دی. bbc.in/4z6xuQF
22
3,384
د امریکا په سیاسي ډګر کې د یو شمېر عربي الاصله او مسلمانو سیاستوالو پام‌وړ حضور لیدل شوی، چې د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو او همدارنګه د ایالتونو په مقننه شوراګانو کې یې څوکۍ ګټلې دي.
7
31
250
13,407
د نړۍ او د پرتګال د فوټبال یو مشهور ستوری کرسټیانو رونالډو په خپل ملي لوبډله کې له لوبېدو استعفا ورکړې ده. رونالډو د خپل هېواد په ګټه ۱۴۶ ګولونه وهلي دي. نوموړي ۲۳۴ لوبې کړې دي. دا دواړه په نړیوال ریکارډونه کې راغلي دي.
4
1
100
8,340