Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
د کابل - جلال آباد لويې لارې دويم لین سړک په هکله د ځانګړي ويډيويي راپور لومړۍ برخه
بشپړ ويډيويي راپور په لاندې لينک کې ليدلای شئ👇
youtu.be/v_ZEC2jUmrQ
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ د ۱۴۴۸/۵/۲۵هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۱۵هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۳۶) کورنۍ چې د غړو شمېر (۱۸۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۵) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۶۳۲۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۳۶) کورنیو سره ټولټال (۳۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۹۰۹) خوراکه غذا، (۳۶) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۵۰۳) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۶۰۰۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۱۶) کورنۍ سره ټولټال (۱۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۹۸) خوراکه ډوډۍ او (۱۷) سیمکارتونه وېشل شوي.
نیمروز – د ورېښمو پل لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو پل له لارې (۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۹) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۰۵۵) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۱) کورنۍ سره ټولټال (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۶۰) خوراکه ډوډۍ او (۳) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
هرات – اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۸) کورنۍ سره ټولټال (۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۷۶۰) خوراکه ډوډۍ، (۲۱) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۹۲۵) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
کابل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۲۸۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۵۵) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي دي او (۲۵) تنه تداوي شوي دي.
ټولیز ارقام
* ثبت شوي مهاجرین: (۹۹) کورنۍ او (۴۳۷) تنه
* لېږدول شوي مهاجرین: (۵۲) کورنۍ او (۲۷۶) تنه
* مرسته شوې کورنۍ: (۶۱)
* وېشل شوي سیمکارتونه: (۷۸)
دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د پنجشنبې ورځ د ۱۴۴۸/۵/۲۴هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۱۴هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر (۱۷۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۶۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۰) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۸۵۳۸۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۷۰) کورنیو سره ټولټال (۵۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۸۳۲) خوراکه غذا، (۳۵) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۶۱۱) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۱) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۴۸۷۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۷) کورنۍ سره ټولټال (۵۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۰۰) خوراکه ډوډۍ او (۱۷) سیمکارتونه وېشل شوي.
نیمروز – د ورېښمو پل لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو پل له لارې (۷۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۷) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۰۲۵) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۳) کورنۍ سره ټولټال (۱۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۹) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
هرات – اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۱۷) کورنۍ سره ټولټال (۱۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۹۸۶) خوراکه ډوډۍ، (۱۱۲) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۸۴۰) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
کابل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۵۴۹۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۹۲) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي دي او (۱۹) تنه تداوي شوي دي.
ټولیز ارقام
* ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۷) کورنۍ او (۶۷۰) تنه
* لېږدول شوي مهاجرین: (۷۸) کورنۍ او (۴۲۲) تنه
* مرسته شوې کورنۍ: (۹۷)
* وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۳)
دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
زابل کې له ولسونو سره لویه ولسي غونډه تر سره شوه
پنجشنبه ٢٤ جمادی الأولی ١٤٤٨
دا غونډه چې دسرحدونو،ق.ق چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه،دسرحدونو، قومونو اوقبایلوچارو دوزیر ملا نورالله نوري په ګډون د زابل ولایت والي،مرستیال والي، امنیه قمندان،د ادارو مسؤلینو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو د استخراج تړون لاسلیک شو
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د رهبري او عزیزي انرژۍ شرکت د مسؤولینو ترمنځ د ۲۴۷ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د ډبرو سکرو له کانونو د استخراج، اکتشاف او همدارنګه د انرژۍ تولید په برخه کې تړون لاسلیک شو.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال وویل چې د صنعت وده، دوامدارې برېښنا ته اړتیا لري او د هېواد د ډبرو سکرو له پراخو زېرمو او له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستنه د صنعت پراختیا تضمینولای شي.
ښاغلي بلال زیاته کړه، چې د دغه تړون په پایله کې موږ غواړو د کورنیو سرچینو په کارولو سره د هېواد د اړتیا وړ برېښنا تولید او د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږو او بهرنیو هېوادونو ته د برېښنا د پېرلو په بدل کې د کلني میلیونونو ډالرو د وتلو مخه ونیسو؛ همدارنګه د ډبرو سکرو د استخراج او د برېښنا تولیدي دستګاوو کې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړو.
همداراز د امارتي شرکتونو عمومي رئیس وويل چې د کار چټکتیا او د کیفیت خوندیتوب ته پاملرنه زموږ له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي او یاده یې کړه چې د چاپېریال د ساتنې په موخه د برېښنا تولید په دې لویه پروسه کې به له عصري ټکنالوژیو څخه ګټه اخیستل کېږي.
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، د ټولو تخنیکي او اداري ټیمونو څخه د مننې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به په راتلونکې کې د افغان ولس د هوساینې، روښانتیا او د هېواد د تلپاتې اقتصادي پیاوړتیا سبب وګرځي.
د غونډې په ترڅ کې د عزیزي انرژۍ شرکت رئیس میرویس عزیزي په خپلو خبرو کې وویل چې د تېر په پرتله په افغانستان کې شته امنیت او روان وضعیت د پانګونې او کاري زمینې رامنځته کولو لپاره یو غوره فرصت دی او باید اعظمي ګټه ورڅخه واخیستل شي.
ښاغلي عزيزي زیاته کړه چې په هېواد کې د روانو پروژو چټکو چارو ترسره کولو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په نږدې راتلونکې کې د پاتې پروژو چارې هم پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې له عزیزي انرژۍ شرکت سره د کرکر، شورابک، دودکش او اهندره او خورد دره له کانونو څخه د ډبرو سکرو د استخراج او اکتشاف د تړون موده ۳۰ کاله ده چې د یادې پروژې په عملي کېدو سره به شاخوا ۳۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
Deputy Prime Minister Chairs High Commission Meeting on Refugees’ Problems
November 4, 2026
H.E. Mawlawi Abdul Salam Hanafi, Deputy Prime Minister for Administrative Affairs, convened and chaired a meeting of the High Commission for Addressing Refugees’ Problems on Wednesday morning, with the participation of the commission’s members.
At the outset of the meeting, updates on the activities carried out by the relevant committees were shared. Discussions were then held on the implementation of orders and decisions concerning the permanent settlement of refugees, the distribution of land, and the provision of suitable conditions for returnees.
Subsequently, comprehensive discussions were held on the implementation of the decree issued by His Highness Amir-ul-Momineen (may Allah preserve him) regarding the construction of mosques, madrasas, schools, and health clinics in refugee townships through the relevant departments.
In conclusion, the commission members discussed improving the management of refugee and returnee affairs, adopting the necessary measures to better address their problems, and accelerating the distribution of land to them.
They also emphasized the need for greater coordination among the responsible departments to resolve refugees’ problems and provide them with suitable employment opportunities.
خبر
۱۳ عقرب ۱۴۰۵
جلسۀ کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین تدویر یافت
جلسۀ کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین، قبل از ظهر امروز تحت ریاست مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان و با حضور اعضای کمیسیون متذکره برگزار شد.
در این جلسه، ابتدا معلومات درباره فعالیت های انجام شده کمیته های مربوطه شریک گردید و بعد دربارۀ چگونگی تطبیق اوامر و تصمیمات مربوط به اسکان دایمی مهاجرین، توزیع زمین و فراهمسازی زمینههای مناسب برای بازگشتکنندگان بحث صورت گرفت.
سپس، پیرامون تطبیق فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی در راستای اعمار مساجد، مدارس، مکاتب و کلینیکهای صحی در شهرکهای مهاجرین از طریق ادارات مربوطه بحثهای همه جانبه انجام شد.
در پایان، اعضای کمیسیون دربارۀ بهبود مدیریت امور مهاجرین و بازگشتکنندگان و اتخاذ تدابیر لازم برای رسیدگی بهتر به مشکلات و تسریع توزیع زمین به آنان بحث کردند و بر ایجاد هماهنگی بیشتر میان ادارات مسئول بهمنظور حل مشکلات مهاجرین و فراهمسازی زمینۀ اشتغال مناسب برای آنان تأکید نمودند.
خبر
۱۴۰۵ د لړم ۱۳
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ، نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په پیل کې د اړونده کمېټو د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات شریک شول او وروسته د کډوالو د دایمي استوګنې، د ځمکې وېش او راستنو شویو ته د مناسبو زمینو د برابرولو اړوند اوامرو او تصمیمونو د تطبیق د څرنګوالي په هکله بحث وشو.،
ورپسې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اړوندو ادارو له لوري د جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او کلینیکونو د جوړیدو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فرمان د تطبیق په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
په پای کې د کمېسیون غړو د کډوالو چارو او راستنو شویو د مدیریت د ښه والي، ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د ځمکې وېش بهیر د چټکولو په اړه د لازمو تدبیرونو د نیولو په هکله بحث وکړ او د کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د مناسبو شغلونو د پیدا کولو په اړه د مسئولو ادارو ترمنځ د زیاتې همغږي په رامنځته کولو ټینګار وشو.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سه شنبې ورځ د ۱۴۴۸/۵/۲۲هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۱۲هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۵۳) کورنۍ چې د غړو شمېر (۲۸۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۶) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۸۳۸۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۲۱) کورنیو سره ټولټال (۱۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۰۲۵) خوراکه غذا، (۵۳) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۲۴۰) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۳) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲) تنه و، کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۵۲۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۳) کورنۍ سره ټولټال (۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۳۷) خوراکه ډوډۍ او (۱۴) سیمکارتونه وېشل شوي.
نیمروز – د ورېښمو پل لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو پل له لارې (۵۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۴) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۱۲۳) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۳) کورنۍ سره ټولټال (۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۹) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
هرات – اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۱۶) کورنۍ سره ټولټال (۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۹۹۵) خوراکه ډوډۍ، (۱۳۰) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۸۳۴) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
کابل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۶۳۴۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۳۰) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي دي او (۴۱) تنه تداوي شوي دي.
ټولیز ارقام
* ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۱) کورنۍ او (۶۴۲) تنه
* لېږدول شوي مهاجرین: (۱۸) کورنۍ او (۱۶۹) تنه
* مرسته شوې کورنۍ: (۴۳)
* وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۰۶)
دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
د هېواد ملي تاجر ښاغلي میرویس عزیزي:
هېوادوالوته خوش خبري ورکوم چې په وطن کې به د سرطاني ناروغیو روغتون چې اوس یې کار د پيل په درشل کې دي ډير ژر جوړ شي.
په دې روغتون کې به د سرطاني ناروغیو علاج مجاني وي.
ورسره به یو ولادي نسايي روغتون او د طب پوهنتون هم موجود وي. ان شاءالله
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت نوي ټاکل شوي چارسمبالي، ښاغلي سیګوالډ ټومن هاګ، وکتل.
په دې کتنه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر نوموړي ته په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې
خبر
١٣لړم١٤٠٥
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د عزیزي شرکتونو له لوري د پیل شویو او پیلېدونکو پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. د عزیزي شرکتونو عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو استخراج او د برېښنا د تولید په ګډون د بېلابېلو پروژو عملي کېدو ته ژمن دي. نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په غزني، او د کابل په نغلو او باریک اب کې د لمریزې برېښنا د تولیدي پروژو چارې روانې دي.
ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې د عزیزي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې او د اقتصادي پروژو پیل یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې ددې پروژو په عملي کېدو او تطبیق سره به په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره او په هېواد کې به د بې کارۍ کچه راټیټه شي. دغه راز، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه وغوښتل چې له عزیزي شرکتونو سره دې د پروژو په عملي کېدو کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
له لیدنې وروسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت، امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د جنګل کلان طبیعي ګازو او د بغلان پلخمري د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ د تولید تړونونه لاسلیک شول.
د دې پروژو موخې د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتول، د انرژۍ امنیت پياوړي کول او د اقتصادي ودې ملاتړ کول دي.
د یادونې وړ ده چې هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره طرحه شوې ده او قرارداد یې د دیرش کلونو لپاره لاسلیک شو. تمه ده چې دواړه پروژې به په مستقیم او نامستقیم ډول شاوخوا پنځه زره هېوادوالو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
د امارتي ویندویانو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا د رسنیزو بنسټونو په همکارۍ، د امارتي ادارو د ویندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په هدف جوړ شوی روزنیز ورکشاپ، چې د لړم میاشتې په لسمه نېټه پیل شوی وو، نن د...
خبر
۱۲لړم۱۴۰۵
له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه
د همغږۍ غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د مالیې وزارت له لوري له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې راپور وړاندې شو. راپور کې ویل شوي چې د دې کمیسیون لپاره د کارونو د پرمخ وړلو طرحه چمتو شوې او د نهايي کېدو په موخه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی
دفتر ته استول شوې ده.
دغه راز، په تاتارستان کې د کازان د وروستي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې چمتو شوی سند نهايي شوی او په نږدې راتلونکي کې به له روسیې فدراسیون سره لاسلیک شي.
په غونډه کې له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې د پرېکړو پر عملي کېدو او د زیربناوو، سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، روغتیا او درملو، سوداګریزو ویزو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او ځینو نورو سکټورونو کې
د پانګونې له پاره د شته فرصتونو او لومړیتوبو په اړه بحث وشو او فرصتونه او لومړیتوبونه په ګوته شول.
Secretariat of the High Commission for Addressing Returnees’ Issues
Daily Operational Report
November 2, 2026
Afghan returnees who were forcibly repatriated to Afghanistan through various entry points received essential services, including registration, transportation to various provinces, financial assistance, healthcare, and public awareness services.
Nangarhar – Torkham (Durand Line)
Registration, Verification, and Reception Committee:
A total of 12 families, comprising 62 individuals, returned to the country through the Torkham crossing and were registered.
Transport and Relocation Committee:
A total of 50 families, comprising 277 individuals, were transferred to various provinces. An amount of AFN 271,190 was provided to cover transportation costs.
Financial Affairs Management Committee:
Financial assistance totaling AFN 472,000 was provided to 57 families.
Services and Health Affairs Committee:
Returnees received food, healthcare, and telecommunications services, including the distribution of 862 meals and 12 SIM cards. In addition, 251 patients received medical treatment.
Information and Public Awareness Committee:
Returnees were provided with public awareness regarding registration, transportation, financial assistance, temporary accommodation, and other related matters.
Kandahar – Spin Boldak (Durand Line)
Registration, Verification, and Reception Committee:
A total of 4 families, comprising 27 individuals, returned to the country through the Spin Boldak crossing and were registered.
Transport and Relocation Committee:
A total of 1 family, comprising 5 individuals, was transferred from Spin Boldak to Kabul. An amount of AFN 16,500 was provided to cover transportation costs.
Financial Affairs Management Committee:
Financial assistance totaling AFN 28,000 was provided to 3 families.
Services and Health Affairs Committee:
Returnees received food, healthcare, and telecommunications services, including the distribution of 132 meals and 5 SIM cards.
Nimroz – Silk Bridge Route
Registration, Verification, and Reception Committee:
A total of 65 families, comprising 302 individuals, returned to the country through the Silk Bridge route and were registered. In addition, 1,177 travelers also returned to the country.
Financial Affairs Management Committee:
Financial assistance totaling AFN 14,000 was provided to 2 families.
Services and Health Affairs Committee:
Returnees received food, healthcare, and telecommunications services, including the distribution of 360 meals and 6 SIM cards.
Information and Public Awareness Committee:
Returnees were provided with public awareness regarding services, assistance, and other related matters.
Herat – Islam Qala
Registration, Verification, and Reception Committee:
A total of 19 families, comprising 71 individuals, returned to the country through the Islam Qala crossing and were registered.
Financial Affairs Management Committee:
Financial assistance totaling AFN 130,000 was provided to 19 families.
Services and Health Affairs Committee:
Returnees received food, healthcare, and telecommunications services, including the distribution of 2,178 meals and 200 SIM cards. In addition, 7,898 patients received medical treatment.
Kabul
Transport and Relocation Committee:
A total of 6 families, comprising 27 individuals, were transferred from Kabul to various provinces. An amount of AFN 24,400 was provided to cover transportation costs.
Services and Health Affairs Committee:
Returnees received food and healthcare services, including the distribution of 342 meals, with one bottle of mineral water provided with each meal. In addition, 30 individuals received medical treatment.
Overall Figures
1. Registered returnees: 100 families comprising 462 individuals
2. Relocated returnees: 57 families comprising 309 individuals
3. Families receiving financial assistance: 81
4. SIM cards distributed: 223
Secretariat of the High Commission for Addressing Returnees’ Issues
دارالانشاء کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین.
گزارش روزانه کمیته ها:
روز دوشنبه ۲۱/۵/۱۴۴۸هـ ق که برابر است با ۱۱/۸/۱۴۰۵ ه ش برای مهاجرینی که بگونه اجباری از مسیرهای مختلف به کشور بازگردانده شدهاند، خدمات لازم در بخشهای ثبتنام، انتقال، کمکهای مالی، خدمات صحی و آگاهیدهی عامه ضروری ارائه گردیده است که گزارش آن به شرح زیر میباشد:
ننگرهار – تورخم (خط فرضی دیورند)
کمیتهٔ ثبت، تثبیت و استقبال:
از طریق تورخم (۱۲) خانواده که مجموع اعضای آنها (۶۲) تن بود به کشور بازگشته و ثبت شدهاند.
کمیتهٔ ترانسپورت و انتقال:
از طریق تورخم، (۵۰)خانواده که مجموع اعضای آنها (۲۷۷) تن بود، به ولایتهای ننگرهار، کنر، لغمان و کابل انتقال داده شدهاند و برای ترانسپورت آنان، مبلغ (۲۷۱۱۹۰) افغانی کرایه پرداخت گردیده است.
کمیتهٔ تنظیم امور مالی:
به (۵۷) خانواده مجموعاً مبلغ (۴۷۲۰۰۰) افغانی کمک شده است.
کمیتهٔ خدمات و امور صحی:
برای مهاجرین بازگشته خدمات غذایی، صحی و مخابراتی ارائه شده است که در آن (۸۶۲) غذا، (۱۲) سیمکارت نیز توزیع شده و (۲۵۱) مریض تداوی شده اند.
کمیتهٔ اطلاعات و آگاهیدهی عامه:
به مهاجرین عودت کننده در مورد ثبتنام، انتقال، کمکهای مالی، اسکان موقت و سایر موضوعات مربوطه، آگاهیدهی عامه ارائه گردیده است.
کندهار – سپینبولدک (خط فرضی دیورند)
کمیتهٔ ثبت، تثبیت و استقبال:
از طریق سپینبولدک (۴) خانواده که مجموع اعضای آنها (۲۷) تن بود به کشور بازگشته و ثبت شدهاند.
کمیتهٔ ترانسپورت و انتقال:
از طریق سپین بولدک، (۱)خانواده که مجموع اعضای آنها (۵) تن بود، به ولایتهای ننگرهار، کنر، لغمان و کابل انتقال داده شدهاند و برای ترانسپورت آنان، مبلغ (۱۶۵۰۰) افغانی کرایه پرداخت گردیده است.
کمیتهٔ تنظیم امور مالی:
به (۳) خانواده مجموعاً مبلغ (۲۸۰۰۰) افغانی کمک شده است.
کمیتهٔ خدمات و امور صحی:
برای مهاجرین بازگشته خدمات غذایی، صحی و مخابراتی ارائه شده است که در آن (۱۳۲) وعده غذای آماده و (۵) سیم کارت توزیع شده است.
نیمروز – راه پل ابریشم
کمیتهٔ ثبت، تثبیت و استقبال:
از طریق پل ابریشم، (۶۵) خانواده که مجموع اعضای آنها (۳۰۲) تن بودند، به کشور عودت کرده و ثبت شدهاند و همچنان (۱۱۷۷) مسافر به کشور برگشتند.
کمیتهٔ تنظیم امور مالی:
به (۲) خانواده مجموعاً مبلغ (۱۴۰۰۰) افغانی کمک شده است.
کمیتهٔ خدمات و امور صحی:
برای مهاجرین بازگشته خدمات غذایی، صحی و مخابراتی ارائه شده است که در آن (۳۶۰) خوراک غذا و (۶) سیمکارت توزیع گردیده است.
کمیتهٔ اطلاعات و آگاهیدهی عامه:
به مهاجرین عودت کننده در مورد ثبتنام، انتقال، کمکهای مالی، اسکان موقت و سایر موضوعات مربوطه، آگاهیدهی عامه ارائه گردیده است.
هرات – اسلامقلعه
کمیتهٔ ثبت، تثبیت و استقبال:
از طریق اسلام قلعه، (۱۹) خانواده که مجموع اعضای آنها (۷۱) تن بودند، به کشور عودت کرده و ثبت شده به کشور برگشتند.
کمیتهٔ تنظیم امور مالی:
به (۱۹) خانواده مجموعاً مبلغ (۱۳۰۰۰۰) افغانی کمک شده است.
کمیتهٔ خدمات و امور صحی:
برای مهاجرین بازگشته خدمات غذایی، صحی و مخابراتی ارائه شده است که در آن (۲۱۷۸) وعده غذای آماده، (۲۰۰) سیمکارت توزیع شده و (۷۸۹۸) تن تداوی شده اند.
کابل
کمیتهٔ ترانسپورت و انتقال:
از کابل، (۶)خانواده که مجموع اعضای آنها (۲۷) تن بود، به ولایتهای مختلف انتقال داده شدهاند و برای ترانسپورت آنان، مبلغ (۲۴۴۰۰) افغانی کرایه پرداخت گردیده است.
کمیتهٔ خدمات و امور صحی:
برای مهاجرین بازگشته خدمات غذایی، صحی و مخابراتی ارائه شده است که در آن (۳۴۲) وعده غذای آماده همراه آب معدنی توزیع شده و (۳۰) تن تداوی شده اند.
ارقام مجموعی:
مهاجرین ثبتشده: (۱۰۰) خانواده و (۴۶۲) تن
مهاجرین انتقال دادهشده: (۵۷) خانواده و (۳۰۹) تن
خانوادههای کمکشده: (۸۱)
سیمکارتهای توزیعشده: (۲۲۳)
دارالانشاء کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د دوشنبې ورځ د ۱۴۴۸/۵/۲۱هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۱۱هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر (۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۷) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۷۱۱۹۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۵۷) کورنیو سره ټولټال (۴۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۸۶۲) خوراکه غذا، (۱۲) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۲۵۱) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵) تنه و، کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۶۵۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۳) کورنۍ سره ټولټال (۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۳۲) خوراکه ډوډۍ او (۵) سیمکارتونه وېشل شوي.
نیمروز – د ورېښمو پل لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو پل له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۲) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۱۷۷) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۲) کورنۍ سره ټولټال (۱۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۶۰) خوراکه ډوډۍ او (۶) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
هرات – اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له (۱۹) کورنۍ سره ټولټال (۱۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۱۷۸) خوراکه ډوډۍ، (۲۰۰) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۷۸۹۸) تنه ناروغان تداوي شوي دي.
کابل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۴۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۴۲) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي دي او (۳۰) تنه تداوي شوي دي.
ټولیز ارقام
* ثبت شوي مهاجرین: (۱۰۰) کورنۍ او (۴۶۲) تنه
* لېږدول شوي مهاجرین: (۵۷) کورنۍ او (۳۰۹) تنه
* مرسته شوې کورنۍ: (۸۱)
* وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۲۳)
دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
کندهار ښار کي د احمدشاهي جادې قيريزي تر غرګي سيمي پوري رسيدلي ده





































