د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa) header
د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa) profile picture

Official account of (GEPA) General Environmental Protection Authority of Afghanistan

Afghanistan
Joined November 2017
Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)Photo by د چاپېریال ساتنې عمومي اداره(GEPA) (@nepairoa)
درنو هېوادوالو! مخکې له دې چې د چاپېریال ساتنې د مفتشینو له لوري مو جواز سیر قید شي؛ نقلیه وسایط مو جوړ کړئ؛ ترڅو له مجاز حد زیات دود ونکړي. #پاک_محیط
1
122
په کابل او میدان وردګو ولایتونو کې د چاپېریالي پوهاوي پروګرامونه ترسره شول د کابل او میدان وردګو ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو د عامه پوهاوي ټیمونو له لوري د کابل ښار د رفا فردا خصوصي عالي لېسې او د میدان وردګو ولایت د سید جمال‌الدین افغان سجا عالي خصوصي لېسې زده‌کوونکو او ښوونکو ته د چاپېریالي مسایلو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا د مخنیوي، د طبیعي سرچینو د ارزښت، حفظ‌الصحې، د چاپېریال د پاکوالي او ساتنې په اړه معلومات وړاندې شول. همدارنګه، ګډونوالو ته د چاپېریالي شعارونو لرونکي کتابچې، قلمونه او بروشورونه ووېشل شول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ځوان نسل پر ونډې ټینګار وشو.
1
123
په کونړ او سرپل ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د پلي کېدو په موخه نظارت ترسره شو د کونړ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د نظارت، تفتیش او ارزونې ګډ ټیم د اسعدآباد ښار شاوخوا ۲۰ د چرګانو پلورنځیو، دوو سموټیو او د کرهالې سیمې یوه جنراتور څخه نظارت ترسره کړ. همدارنګه، د سرپل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د مفتشینو ټیم د ښار په لومړۍ ناحیه کې له پنځو خبازیو څخه لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د چاپېریالي جوازونو د تمدید، د چاپېریالي لارښوونو د رعایت او د ککړو سون‌توکو د نه کارولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې. د یادو نظارتونو په ترڅ کې د چاپېریالي اصولو د رعایت په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې او له ځینو څخه لیکلي تعهدونه هم واخیستل شول.
1
2
137
د جګړو له امله زیانمن شوی چاپېریال بېرته رغونې ته اړتیا لري؛ دښتې مو سمسورې کړئ. #پاک_محیط
3
198
ککړه هوا د وګړو روغتیا ګواښي؛ راځئ د ککړې هوا مخه ونیسو او خپله روغتیا له ګواښ وژغورو. #پاک_محیط
4
133
محیط ساتنه کې په پایدار انکشاف کې هم د نن پرمختګ نغښتی او هم د سبا نسلونو د ژوند چاپېریال او طبیعي شتمنۍ خوندي ساتل کېږي. #پاک_محیط
1
5
205
د اوبو هر څاڅکی ژوند ته ځکه ارزښتمن دی، چې د الله تعالی له نعمتونو دي. د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند له اوبو سره تړلی. د باران اوبه تر ځمکې لاندې د زېرمو په بېرته ډکېدو کې مهم رول لري؛ ځکه خو باید د باران اوبه زېرمه او سمې مدیریت کړو. راځئ د اوبو د هر څاڅکي ارزښت درک کړو!.
1
2
5
208
رهایی یک بال شاهین به دامن طبیعت در هلمند
172
درنو هېوادوالو! د نقلیه وسایطو لوګي هوا ککړوي او د چاپېریال پاکوالی له منځه وړي؛ د نقلیه وسایطو زهرجن ګازونه د هېوادوالو روغتیا ګواښي او ککړه هوا د تنفسي ناروغیو لامل کېږي. راځئ په خپله لاس په کار شو او که مو نقلیه وسایط مُضر لوګی خپروي، نو ترمیم یې کړو. #پاک_چاپېریال
5
204
درنو هېوادوالو! ژمی را روان دی؛ هڅه وکړئ په بخارۍ کې غیر معیاري سون توکي ونه کاروئ؛ غیر معیاري سون توکي کارول د ټولنې د وګړو روغتیا ګواښي. #پاک_چاپېریال
1
5
207
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې د عمومي ادارې پلاوي د روانډا په پلازمېنه کیګالي ښار کې د اوزون طبقې د تخریب کوونکو موادو په اړه د مونتریال پروتوکول د غړو هېوادونو په ۳۸مه غونډه (MOP38) کې ګډون وکړ. د افغانستان استازي به په دې غونډه کې د مونتریال پروتوکول د پلي کېدو، د څو اړخیز... ٥/١
1
2
19
1,068
..ساتنې اداره په دې باور ده، چې د اوزون د ساتنې له سکرتریت، څو اړخیز صندوق، پلي کوونکو ادارو او نړیوالو همکارانو سره دوامداره همکاري د افغانستان د داخلی ظرفیتونو د پیاوړتیا، د اوزون د ساتنې د پروګرامونو د پرمختګ او د دوامدارو چاپېریالي پایلو د ترلاسه کولو لپاره اساسي ارزښت... ٥/٤
1
53
..لري. افغانستان د رغنده نړیوال تعامل او همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي د نړیوال پیوستون، عملي ملاتړ او ګډو هڅو له لارې ډاډ ترلاسه کړي، چې هېڅ هېواد د اوزون طبقې د ساتنې او د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې د مبارزې برخه کې له ملاتړ څخه بې‌برخې پاتې نه شي. ٥/٥
42
خپل چاپېریال پاک وساتئ؛ ښارونه مو په خپله ښکلي کېږي. #پاک_چاپېریال
8
254
کابل ولایت کې د یوې خصوصي لیسې ۳۰۰ زده‌کوونکو او ښوونکو ته د محیط ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو. ګډونوالو ته د چاپېریال ساتنې د ارزښت، د اوبو، هوا او غږیزې ککړتیا د لاملونو او زیانونو، د ککړتیا د مخنیوي لارو چارو او له طبیعي سرچینو د دوامدارې استفادې په اړه معلومات ورکړل شول.
3
190
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر مولوي زین‌العابدین عابد، د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له مسؤلینو سره په یوه ناسته کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۱ ګڼه فرمان او د هوا ککړتیا د کمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان پر وخت تطبیق ټینګار وکړ... ٤/١
1
11
519
..د ترسره شویو فعالیتونو پر راپور ورکولو، د اجرآتو پر مستندسازۍ او اړوندو معلوماتو پر وخت شریکولو ټینګار وشو. نوموړي همدارنګه د چاپېریالي سرغړونو او غیرمسؤولانه کړنو د پایلو په اړه د ښاریانو او فعالیت‌کوونکو د عامه پوهاوي پر لوړولو ټینګار وکړ... ٤/٣
1
50
..د نقلیه وسایطو د ککړتیا د مدیریت په برخه کې هم لارښوونه وشوه چې د شرطه مرور له عمومي ریاست سره په همغږۍ دې د چاپېریالي څار ځایونه جوړ او ککړوونکي وسایط دې وپېژندل شي او د چاپېریالي معیارونو له مخې دې په کابل ښار کې د تګ راتګ له مسیرونو وایستل شي. ٤/٤
29