د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8) header
د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8) profile picture
Afghanistan
Joined December 2012
Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)
ننګرهار کې د اتو لېسو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې؛ دغې لوبډلې چکنوریو لېسې ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
1
247
همداراز په جلال ‌اباد ښار او بهسودو کې د ۳۵ ورزشکارانو او استادانو په ګډون د جمناستیک او سرکس نندارې ترسره شوې او په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټیپ ‌بال کرکټ سیالۍ د کوز کونړ مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. ننګرهار رسنيو دفتر
15
د ننګرهار پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان د احکامو او مادو د ښه تطبیق په موخه د پوهاوي سیمینار جوړ شو. د پوهنتون رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام له کارکوونکو وغوښتل چې د فرمان اړوند احکام په خپلو کاري برخو او ورځنیو چارو کې په بشپړ ډول رعایت کړي.
1
254
د ياد فرمان حکم د ناسمو دودونو مخنيوی دی. ننګرهار رسنيو دفتر
15
۱۴/۶/۱۴۴۸ د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد، د PU-AMI مؤسسې مسوولینو سره په کتنه کې د راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنو کورنیو لپاره د مرستو زیاتولو او د روغتیا، پاکو اوبو، حرفوي زده‌ کړو او بدیل معیشت په برخو کې د نویو پروژو د پلي کېدو
1
2
248
او پراختیا غوښتنه کړې ده. د مؤسسو مسوولينو د امکاناتو له مخې د همکارۍ ژمنه کړې. ننګرهار رسنيو دفتر
14
د ننګرهار مرکز جلال ‌اباد ښار کې د معیار او کیفیت ادارې مسوولينو د پلاستیکي مصنوعاتو له دوو تولیدي فابریکو څخه د محصولاتو د کیفیت ارزونې او د ملي معیارونو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه څارنه او نمونه ‌اخیستنه کړې ده. لابراتواري ازموینې به د محصولاتو کیفیت روښانه کړي.
3
255
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند سره د WHO د پوليو محوې پروګرام نړيوال مشر ډاکتر جمال احمد او نورو مسوولينو په دې ولایت کې د پوليو محوې کمپاينونو پیاوړتيا په موخه وليدل.
1
3
274
په هېواد کې د پوليو د محوې بېړني مرکز مشر حاجي عبدالقدوس بريالي، د عامې روغتيا رئیس مولوي آمين الله شريف، د علماوو شورا رئيس شيخ حضرت جان حنفي او د ارشاد، حج او اوقافو رئيس مولوي عيدولي حليمي د دې پروسې ښه والي په اړه خپل نظرونه شريک کړل.
1
1
28
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله نوراني، په ختيځ کې د پوليو د محوې عملياتي مرکز مشر ډاکتر نجيب الله کاموال، د WHO مسوول ډاکتر دانش، د يونیسف او يو شمېر نورو ادارو مسوولينو هم حضور درلود. ننګرهار رسنيو دفتر
14
د ایران اسلامي جمهوريت سرقونسل رضا پناه په ملتيا د دې هېواد د کرنې مسلکي کارپوهانو د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتونو او مالټو له بڼونو لیدنه کړې او د بڼوالۍ د معیاري مدیریت، کرنیزو همکاریو او د تولیداتو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي دي. ننګرهار رسنيو دفتر
1
1
11
661
ایراني پلاوي په بڼونو کې د نباتي وضعیت، د ونو ودې او د حاصلاتو په زیاتوالي خوښي څرګنده کړې او د باغدارۍ د تخنیکي معیارونو په برخه کې يې نظرونه شريک کړي.
1
26
د دې لیدنې پر مهال د کرنې په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ، د بڼوالۍ ظرفیت لوړونې او د کرنیزو تولیداتو پراختیا لپاره د همکاریو پر فرصتونو هم بحث شوی.
22
د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست او جلال اباد ښاروالۍ مسوولینو په یوه ګډه ناسته کې د عامه شنو ساحو خوندیتوب، د ونو پرې کولو مخنیوي او د ښار سرسبزۍ پر پراختیا بحث وکړ.
1
5
453
د ناستې پر مهال د چاپېریال اړوند پنځه کلن پلان پر تطبیق، د پارکونو شنو ساحو پر پراختیا او د ښار پاکوالي لپاره د ګډ ولسي اشر پر ترسره کولو هم خبرې وشوې.
1
32
ټاکل شوې جلال اباد ښاروالۍ له لوري په هغو ګلدانونو کې چې ونې یې پرې شوې، بېرته به مناسبې ونې او بوټي وکرل شي او هر کال د ښار سرسبزۍ لپاره ځانګړې بودیجه منظور شي. ننګرهار رسنيو دفتر
22
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند د جلال اباد ښار د بوکس یو شمېر کلبونو مسوولینو او ورزشکارانو سره په لیدنه کې ځوانان سالمو ورزشي سیالیو ته وهڅول او د ورزش د ودې او پراختیا په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
1
11
911
د ننګرهار والي د ورزشي سیالیو د پیل په مناسبت د کلبونو مسوولینو سره مالي مرسته هم وکړه او د سیالیو د ترسره کولو پر مهال یې د سوله ‌ییز رقابت، ورزشي اخلاقو او سالمې سیالۍ پر اصولو لارښوونې وکړې.
1
1
121
د کلبونو مسوولينو او ورزشکارانو له ننګرهار والي مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په خپلو ورزشونو او سياليو کې به يې هدايات او لارښوونې په پام کې ونيسي.
22