محسن صاحب retweeted
د لوړو زدهکړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري د عاليقدر اميرالمؤمنين شیخالاسلام علامه هبةالله آخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه د فرامينو علمي څېړنيز کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت د محترم وزير وينا
محسن صاحب retweeted
*د پیرانو په اړه ډیر عجیب تحقیق ضرور یې واوري:*
(1) په شریعت کی پیر چاته ویل کیږی.
(2) د نن زمانې پیران چی لیونیان وی ایا دا صحیح پیران دی.
(3) پیر باید مصنف هم وی په اړه یې.
(4) غوث الاعظم پیران پیر حضرت شیخ عبد القادر جیلانی رح د پیرانو په اړه کوم شرائط لری.
محسن صاحب retweeted
خبر
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د غزني ولایت مسئولینو ته مهمې لارښوونې وکړې
د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخالاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د استخباراتو لوی رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق او د میدان وردګو او زابل د والیانو په ملتیا لرغوني غزني ولایت ته سفر وکړ .
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د غزني ولایت له والي الحاج ملا ولي جان حمزه او یو شمېر علماوو او سیمهییزو مسوولینو سره په کتنه کې د غزني ولایت عمومي وضعیت او اهمیت ته په اشاري وویل چې غزني ولایت د اسلامي ثقافت پلازمینه، د اولیاوو، علماوو، استشهادیانو، شهیدانو کور ، د علم او عرفان ښار دی، اطاعت، همغږۍ او اداري چارو د ښه ترسره کېدو په اړه د خبرو ترڅنګ د علم او معارف په پراختیا، د علماوو د مقام په درناوي او خدمت ، د عدالت په ټینګښت، د ټولنې په اصلاح، وحدت، اطاعت او د امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی مسوولینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو لارښوونې وکړې او د علم او معارف پر پراختیا او د ځوانانو په اصلاح د ځانګړی ټینګار پرمهال یې وویل، د معارف وظیفه جوړیږي چې مدرسي او تعلیمي اداري جوړي کړې، علم باید هرې سیمي او لري پرتو کلیو ته ورسېږي او په خلګو د الله جل جلاله دین او د الله تعالی احکام وپیژني.
همدارنګه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اطلاعاتو او فرهنګ له لوري د ځوانانو په اصلاح هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د ځوانانو فکرونه ور جوړ کړئ، ځوانان باید خپل اصیل شرعي، دیني او افغاني کلتور ته وهڅول شې، اصلاحي مجلسونه ورته جوړ شې، د خپلو پلرونو او نیکونو تاریخ ورته بیان شې
امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تیرو انقلابونو ته په اشاري وویل کفارو او اشغالکرو ډیر کار او هڅه وکړه ترڅو زموږ ځوانان بي لاري او له خپل اصیل دیني او افغاني فرهنګ څخه واړوي، چې اوس هم په دغه برخه کې ځینو ځوانانو کې دا کمزوري لیدل کیږې، باید د علماوو درناوی وشي، ځکه د نظام بقا او پیاوړتیا له علماوو سره په مشوره او د علمي قشر په قدردانۍ کې نغښتې.
نوموړي د مسوولینو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره باید ټول مسوولین د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هیڅ راز قربانۍ څخه دریغ ونه کړي.
محترم شیخ الاسلام امیر المؤمنین صیب د خپل سفر په جریان کې په غزني ولایت کې، په ۱۸۰ جریبه ځمکه د غزني په کچه د عیدګاه د یوه جامع جومات او پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د غزني د جهادي مدرسي د بنسټ ډبرې کېښودې.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري نظام او خلکو ته د دعايي په لوستلو دغه غونډه پايته ورسېده.
نېټه:۱۴۴۸/۶/۹هـ ق
د لړم ۲۹ /۱۴۰۵هـ ش
محسن صاحب retweeted
نن د زړونو رهبر شيخ الاسلام حفظه الله په زابل ولايت کي،
داسي امنيت به هيڅ هيواد نلري چي دومره مهم مشر يې په سړکونو روان وي او هيڅ لاره نه ورته بنديږي، د وخت د اميرالمؤمنين او عام ولس موټران څنګ په څنګ روان وي.
محسن صاحب retweeted
د افغانستان د لوړو زده کړو محترم الحاج وزیرشیخ صاحب د خوږې او جرارې ژبې او د یو نر دریځ څښتن،د سپیڅلي مسیر او مطیع کاروان سالاردي ،
الله تعالی راته ژوندي لري
قدرمند معزز #حفظه_الله تعالی
غلامانو خوارجو تیه تاریخ معلوم دی
محسن صاحب retweeted
ملګرتیا جوړول دومره اسانه ده لکه په خاوره چې په خاوره باندې خاوره لیکې..
خو ملګرتیا پالل دومره سخت دي لکه په اوبو چې په اوبو باندې اوبه لیکې
// *مفتون* //
محسن صاحب retweeted
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په زابل کې د دوو مسجدونو د بنسټ ډبرې کېښودې
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په زابل کې د دوو مسجدونو د بنسټ ډبرې کېښودې
د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخالاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی، د زابل ولایت په مرکز د قلات ښار د مېزاني اډې په ختیځه برخه کې پر ۷۰ جریبه ځمکه د عیدګاه مسجد او د مدد چوک په سیمه کې پر ۱۰ جریبه ځمکه د یو ستر جامع مسجد د جوړېدو د تهداب ډبرې کېښودې.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند، د استخباراتو عمومي رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق، د زابل والي الحاج ملا شيرمحمد شريف، د غزني والي، د زابل مرستيال والي، د کندهار او زابل امنيه قوماندانانو، او یو شمېر نورو مسئولینو او سوداګرو هم حضور درلود، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د زابل ولایت د مجاهدو خلکو قربانیو ته په اشارې وویل چې زابل خلکو او مجاهدینو د جهاد په لار ه کې ډیرې قربانۍ ورکړې، شهیدان یې ورکړي، الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي.
همدا راز یې مسجدونو د جوړېدو پر ارزښت او د دیني زدهکړو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ د علم او معارف د ودې، د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا او د علماوو د مقام د درناوي په اړه مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړي د علم او دیني زدهکړو پراختیا د ټولنې د اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله او د مسجدونو ابادول یې د دیني چارو د پرمختګ او د خلکو د دیني پوهاوي لپاره مهم وبلل.
د یادو مسجدونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د عبادت او دیني زدهکړو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
نېټه: ۱۴۴۸/۶/۸ هـق
۱۴۰۵ د لړم ۲۹
محسن صاحب retweeted
نن شیخالاسلام صاحب ناوخته په غزنيجان کې له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه
#شیخ_الاسلام
محسن صاحب retweeted
نړی واوره نړي نړي واوره نړي..
ملنګ انسان کږه بکړی ای نړي اي نړي..
قدرمند معزز #الحاج_وزیرشیخ_صاحب
حفظه الله تعالی نن ده ستړیا ورسته
الحمدالله ثم الحمدالله #کنفرانس_پخیر پایته ورسیدي
محسن صاحب retweeted
نړی واوره نړي نړي واوره نړي..
ملنګ انسان کږه بکړی ای نړي اي نړي..
قدرمند معزز #الحاج_وزیرشیخ_صاحب
حفظه الله تعالی نن ده ستړیا ورسته
الحمدالله ثم الحمدالله #کنفرانس_پخیر پایته ورسیدي
محسن صاحب retweeted
د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو ــ علمي څېړنیز کنفرانس د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.
#شیخ_الاسلام
محسن صاحب retweeted
شیخ مولوي ندیم صاحب هغه شخصیت دی چې شیخ الاسلام حفظه الله تعالی راتلل یې مرکز کابل ته په ډېر ښه شکل سره پلان کړل چې په ترڅ کې یې کابل پوهنتون کې د کنفرانس په شمول چمن حضوري کې د ستر جامع مسجد، نادرخان تپه باندې د یوې سترې جامعې او کوټه سنګې کې د لوی جامع جومات تهداب کښیښوده
محسن صاحب retweeted
د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو ــ علمي څېړنیز کنفرانس، د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېد
د یاد کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د وزیرانو شورا یو شمېر غړو، د مستقلو ادارو رئیس صاحبانو، معین صاحبانو د یو شمېر والي صاحبانو
محسن صاحب retweeted
شیخ الاسلام صاحب حفظه الله تعالی نن د کابل د ۲۰۰ غیر رسمي او عامو علماءکرامو سره غونډه ترسره کړه چې رئیـ.ـس الـ.ـوزراء الحاج ملا محمد حـ.ـسن اخند خفظـ.ـه الله، معاونینو، ټولو وزیرانو ۷ زونو والیانو او د ګڼو ولایتونو څخه راغلیو علماءکرامو ګډون درلودي.
محسن صاحب retweeted
عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالاسلام حفظهالله تعالی: له امارت پرته د شریعت تطبیق ناممکن دی.
#فرامین
محسن صاحب retweeted
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس له وینا روسته:
تاسې (د عصري علومو پوهان) بۀ مو اقتصاد اؤ ماديات را قوي کوئ، مسؤولين بۀ مو سياست اؤ ادارې را قوي کوي، علماء اؤ شيوخ بۀ مو روحانيت اؤ معنويت راقوي کؤي
بهر مېشتو افغانانو راشي، د ارام ژوند وکړي، که څوک د کار وړ وي، دنده به ورکړو."
محسن صاحب retweeted
مولوي امان الله مستغفر:
کله چي عالیقدر ته د شیخ الاسلام لقب ورکول سو هغه دم ولاړ سوم او یو الهامي شعر مي ورته ډالۍ کړ .
د همدغي کړۍ په اورېدلو يې دومره وژړل چي سترګي يې سرې او ټول تالار ورسره په ژړا سو .
د غ زې د یتیم اوښکي ستا د سيوري انتظار کړي
لوی څښتن خو دي فاتح هم د غزې هم د اقصی کړه
محسن صاحب retweeted
دغه خبري يې ډير خوند راکړی،
امیرالمؤمنین شیخ الإسلام حفظه الله وويل،
زما بدن دي وسوځي خو چي مسلمانان له فتنې خوندي وي او اسلامي نظام حاکم وي.
زه په مسلمانانو خپل سر نه ساتم، بلکي ځان به له اسلام او مسلمانانو قربانوم.
#فرامین


























