
Empathic, sympathetic, democratic & HR activist. Born & grown up in war, but peace in my heart! I never give up hope for peace & freedom. #FreeAfghanistan!
🌎
Joined September 2021
- Tweets18K
- Following285
- Followers48.8K
- Likes71.4K
Pinned Tweet
زړ❤ يې مه بـــــوله; تور کاڼى د صحرا دى
په ليدو دې زخمي، زړ❤ چې زخمي نه شي
"Kindness is a mark of faith, whoever is not kind, has No faith."
Afghanistan!
❤🇦🇫❤
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
Replying to @MajeedQarar
@MajeedQarar د وطن درد په څو ټکو کې؛ یو شعر، زر احساسونه! 🇦🇫
#ScarletHeartUllavee #عاجل_الان #Midterm2026
@Mariamistan @AbdullahMiakhil @SATAR1919MANGAL @TarakyMeena @RahmatAndar1 @RahmanBunairee @realZalmayMK @taib_habib6968 @TukhiTuryalai @QararNation
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
۱/۲
۶ کاله تېر شول، خو زه لا هم د هغې ورځې له درده نه یم راوتلې. د هغو ځوانانو خندا، هیلې او د کورنیو خبرې یې لا هم راته ژوندۍ دي. دا لیکنه چې بیا لولم، هماغه درد مې پر زړه راخور شي. هغه ورځ مو ځوانان له کتابونو او خوبونو سره خاورو ته وسپارل.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
This is why we Muslims of today never regret a sin. We commit sins and we repent and we think ourselves even cleaner than before. This is the kind of argument Mullah Hibbatullah uses to justify his murdering of Afghans. The end justifies the means. We don’t have individual conscience. All what matters is whether a deed is socially either acceptable, or noticeable or not. If it’s acceptable or unnoticeable then anything can be ok, because Allah is forgiving. I personally go for the individualism to preserve my individual conscience. Faith should be an individual matter, or else, it becomes a social sin laundry.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
رښتیا چې تاریخ ښه اثباتونکی ده:
یو وخت به ګورئ د نني اسلامکارو اولادونه لوڼې
او زامن به همدغسې د ارام ژوند کوي خو افغانه میرمن به د ښځېنه ډاکترې د نه شتون له وجې په څلورو دیوالو کې پر ولادت مري.
دا یوه ډاکتره زرغونه تره کې د نوره محمد تره کي وریره ده.
په لندن کې ژوند کوي او هملته د سینې د سرطاني ناروغیو متخصصه ده. له بي بي سي سره مرکه به یې تاسې اوریدلې وې چې څومره سنجیده او ارآمه غږېږې، مستوره او محجوبه میرمنه ده.
دا بله بیا د پخواني جهادي مشر لور ده چې له وطن باهر ژوند کوي.
البته: هېره دې نه وې چې پلرونو یې د افغان میرمنو پر مخ تېزاب ور شیندل….🙂
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
شیخ فضول لګیا دی، چې:
«جینۍ له جِن څخه اخیستل شوې او جِن پیري ته وايي او جینۍ باید د پيري غوندې پټه وي...» او نور خزعبلات او لاطائلات.
لاتین ژبې ته له یوناني ژبې د انجِل او انجِلا [Αγγέλα] کلمه راغلې، چې د پریښتې (ملایکې) مانا لري.
یوناني په خورا لرغونې زمانه کې له هیندواریاني ژبو سره تړلې ژبه ده، چې پښتو هم د همدې ګورې ونې په ختیزه څانګه پورې اړه لري.
ما ته د یوناني انجِلا ريښه د پښتو له نجلۍ سره تړلې ښکاري.
نو نجلۍ مانا پرېښته، نجلۍ مانا ملایکه، نجلۍ مانا د څښتن نازولې.
زموږ نجونې پرېښتې دي، نه پېریانې.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
په افغانستان کې یوازې واک نه، دین هم انحصار دی.
ته یوازې د داسې دیني تفسیر او تعبیر د بیان حق لري چې طالب ته د منلو وړ وي.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
پښتو/Deutsch
د فرانکفورت د کډوالۍ د دفتر (Ausländerbehörde) مشر، نوربرټ اولر، د KAV په عمومي غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون وکړ. د هغه د وینا او معلوماتي پریزنټېشن وروسته، ګډونوالو او د KAV غړو ته فرصت ورکړل شو چې خپلې پوښتنې مطرح کړي او خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.
ما په ځانګړي ډول د اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې د اوږده انتظار ستونزې ته اشاره وکړه. ان هغه ماشومان چې په جرمني کې زېږېدلي دي، کله ناکله اړ کېږي چې د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره کلونه انتظار وباسي. همدارنګه، د معلوماتو د روڼتیا نشتوالی او له اړوند دفتر سره د اړیکو نیولو ستونزې هم د بحث مهمې موضوعګانې وې.
زما اساسي غوښتنې دا وې: د اداري پروسو چټکول، د معلوماتو او کړنلارو لا ډېر روڼوالی، د چارو د ترسره کېدو په اړه د ډاډ او وړاندوینې رامنځته کول، او د هغو کسانو لپاره د مستقیمې اړیکې د یوې مشخصې مرجع برابرول چې د ډیجیټلي خدماتو په کارولو کې له ستونزو سره مخ دي.
دا هغه ستونزې دي چې په فرانکفورت کې د بېلابېلو ټولنو له خوا په وار وار مطرح کېږي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
Bei der KAV-Plenarsitzung war Norbert Euler, Leiter der Frankfurter Ausländerbehörde (FIO), zu Gast. Nach seinem Vortrag konnten Gäste und KAV-Mitglieder Fragen stellen und Kritik äußern.
Ich habe insbesondere die langen Wartezeiten angesprochen. Selbst in Deutschland geborene Kinder müssen teilweise jahrelang auf ihre Dokumente warten. Auch die mangelnde Transparenz und die schwierige Erreichbarkeit der Behörde wurden thematisiert.
Meine Forderung: schnellere Verfahren, mehr Transparenz, Planungssicherheit und persönliche Anlaufstellen für Menschen, die mit digitalen Angeboten Schwierigkeiten haben.
Diese Probleme werden von vielen Communities in Frankfurt immer wieder angesprochen.
#HosaiZarifAnder #Frankfurt
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
سترګۍ
زما د لید عینکې
یوازې دوه کړکۍ
او دوه رڼې هیندارې نهدي
اوس ما ته دوی وايي، چې دغه نړۍ څنګه ښکاري؟
زما د لید عینکې
اوس بېلوي هرڅه چې شته که نهشته
هستي اوس دوه برخې ده
څه برخه دېخوا
او
بله برخه د عینکو ترشا
زما د رڼو هیندارو ژبه نهزده
چې مې عینکو نه پوښتنه وکړم:
هغه دونیا چې د ښیښو له شا نه ماته ښکاري
ريښتیا همدغسې ده؟
د پاڼو رنګ ولې زرغون دی؟
او اوبه رڼې دي؟
زوی ته د مور لیږلي لیک کې توري ولې ناڅي
او توتکۍ چې راځي
د پېغلو نجونو تر پوټکي لاندې څه شی ځغلي؟
زما د رڼو هینداور ژبه نهزده
که نه عینکو نه مې پوښتمه چې
په تاسو څه باور که هاخوا دونیا
دومره بېخونده نهوي
چې مار هم ښکلی وي
او تور کارغه هوښیار مرغه وي
په تاسو څه باور چې ژمی یخ دی؟
که زما پوټکی نور زما وجود کې نهځاییږي؟
په تاسو څه باور چې تیږې حافظه نهلري
او که زه نهیم، زمان نهتېریږي؟
که زما زده وای د هیندارو ژبه
نو ما به پوښتي وای چې
زما ترعینکو هاخوا
د ژوند په نوم چې څه روان دي،
ولې خړ بهیږي؟
د رنځ د خټې رنګ ریښتیا همدا دی؟
نو دومره وینې چې توییږي څه شوې؟
رنګونه توري او هجاوې دي د هغې دروغجنې ژبې
چې زما عینکې پرې خبرې کوي،
خو زما یاده نهده.
زما په عینکو کې رڼو هیندارو!
چې ستاسو ژبه مې لا یاده نهده
او د رنګونو الفبا چاته ریښتیا نه وايي
ګني نو ما به درنه پوښتي وای چې:
کومه دونیا ریښتیا ده؟
هغه چې دیخوا تر ښيښو زما په ذهن کې ده
که د عینکو تر ښیښو ورهاخوا
چې زه یې بېهیندارو نهشم لیدی؟
زه د رنګونو الفبا نهمنم
نو ما به څوک قانع کړي؟
که د عینکو ترشا هیڅه نهوي؟؟؟
او دغه هرڅه د عینکو او رنګونو له بېپایه حافظې راوځي؟
زه له دې ستړی یم چې هره شېبه
په رېږدېدلو ګوتو
خپلې عینکې موښم
که چېرې پاکې شي د شک له خیرو
ښيښې خیرنې دي،
که زما پر لیدو ګرد پرېوتی؟
زه په ښیښو کې هم باور لټوم
خو ترعینکو دېخوا
هرڅه زما خپل دي او هېڅ رنګ نهلري
زه ترعینکو دېخوا خپله نړۍ
په خپلو سترګو وینم
زه مې یوازې په خوبونو پوخ باور لرمه
زه مې خوبونه بې عینکو وینم
زه مې خوبونه په دې خپلو تورو کسیو څښم
ما ته ریښتیني څه
یوازې زما خوبونه ښکاري.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
🌹 روز ملی زبان ازبیکی مبارک باد! 🌹
این روز خجسته را به تمام هموطنان عزیز، بهویژه ازبیکتباران گرامی، از صمیم قلب تبریک میگویم.
زبان ازبیکی نماد هویت، فرهنگ و میراث پرافتخار نیاکان ماست. آرزو دارم این زبان شیرین و پربار همواره زنده، پویا و شکوفا بماند.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
په عمومې توګه ټولې اسلامې ډلې چې د اسلام په نوم قتل عام کوي دا ټولې د یهودو ایسرایلو او امریکا مشترکې پروژې دې چې اسلامې ټولنې ورباندې بدنامه نا امنه کړې.
ښه مثال یې افغانستان دی…🇦🇫
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
ورو ورو اېشېدونکې چونګښه یوه مشهوره کیسه ده. وایي که چونګښه په جوش اوبو کې واچول شي سمدستي ټوپ وهي او د ځان ژغورلو هڅه کوي. خو که په سړو اوبو کې واچول شي او د اوبو تودوخه په تدریجي ډول لوړه شي نو چونګښه له هرې نوې درجې تودوخې سره ځان عیاروي، تر دې چې بالاخره د ځان ژغورلو توان له لاسه ورکوي.
دا کیسه د تدریجي عادي کېدو یا نارملایزېشن یو ژور تمثیل دی. کله چې یو غیرعادي وضعیت په ناڅاپي ډول رامنځته شي د خلکو حساسیت او غبرګون راپاروي خو کله چې هماغه وضعیت په تدریجي ډول تحمیل شي خلک ورو ورو ورسره عادت کېږي. هر نوی بدلون د تېر بدلون په پرتله لږ غیرعادي ښکاري، تر دې چې هغه څه چې یو وخت د تصور او منلو وړ نه وو د ورځني ژوند په یوه عادي واقعیت بدلېږي.
د عادي کېدو تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې واقعیت نه بدلېږي بلکې د هغه په وړاندې زموږ د حساسیت او منلو معیارونه بدلېږي. په دې بهیر کې د غیرعادي او عادي ترمنځ کرښه ورو ورو تتېږي تر دې چې انسان ښايي د خطر جديت هغه مهال درک کړي چې د بدلون او ځان ژغورلو فرصتونه یې خورا محدود شوي وي.
اې شرمېدلیو!😡👇🏻
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
آخ رازقه!
څه بلا 🇦🇫 درسره تړلې و;
چې ته وغورځيدې،
وطن درسره پريوت!
څومره پاکه، سپيڅلې، پر وطن او وطنوالو مٸينه اروا د وه;
هر ټکى د رښتيا و،
هره انديښنه د سمه وه،
هر وار د پر ځاى و!
🇦🇫 ته ستا په څير د وار افغانان په کار دي.
ته ځوانيمرګ شوې، خو خرڅ نه شوې!
#SaveAfghanSoldiers
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
اغلې مېرمن مریم نواز شریف،
روغه او ښکلې اوسې.
خبر شوم، چې چېرته دې په کومه وینا کې ویلي:
« پنجاب د رغېدلېځیرکتیا (AI) زمانې ته رسېدلی او پښتونخوا په ډبرپېر(عصرحجر) کې ژوند کوي!»
حیران شوم.
حیرانتیا مې د دې لپاره نهوه چې یوه مېرمن – چې د تمدن و مختګ اکټ کوي - څومره په اسانۍ یو لوی ملت ته سپکاوی کولای شي. هغه هم داسې یو ملت چې په ظاهره یې ګواکې د خپل هېواد برخه هم بولي. خلک د پردیو، ان چې لا د دوښمنو ملتونو داسې سپکاوی نهکوي. ښايي څه اشخاصو یا سیاسي ډلو ته به سپکاوی کیږي، خو یوه بشپړ ملت ته سپکاوی عقلاني سیاست نهدی.
په دې هم حیران نهشوم، چې ګواکې پوښتنه به وشي، چې د چا له لاسه؟ ځینې استدلال کوي، چې که پښتانه په ډبرپېر کې پاتې دي، خو د انګریز او بیا روسته د همدې پنجاب د دسیسو له لاسه.
ښايي په دې برخه کې به دا منطق رامخ ته شي، چې د هرولس د روسته پاتې ساتلو لپاره دوښمنان هڅې کوي، دا پخپله د ولس، د هغه د روښانفکرانو او ملي شخصیتونو مسئولیت دی، چې له شاتګپالنې یې وژغوري او د رغېدلې ځيرکتیا زمانې ته یې ورسوي. ښایي یوشمېر منتقدان استدلال وکړي، چې د نورو دسیسې، مداخلې او لوبې معقوله بهانه نهده، چې ته د بشریت د چټک مختګ د کاروان مخې ته ځان وغورځوې او تر پښو لاندې یې دل شې، ته باید پخپله پاڅېږې، منډه زده کړې او په دې کاروان پسې وځغلې، نه دا چې په ډبرپېر کې پاتې شې او بیا نور ملامت کړې، چې دسیسه یې کړې او ته یوازې مظلوم یې. ښه دا به هم سمه وي.
زه حیران په دې یم، چې تاسو د خپلو پنجابي ټولنپوهانو او یا تاریخڅېړونکیو نظریات هم نهدي لوستي. لږ ترلږه د پنجابي توکمو؛ مېرمن عایشه جلال او طاهرکامران یا بل هیندي - پاکیستاني ډاکتر مبارک علي ټولنپوهنیز علمي نظریات مو که لوستي وای، نو دومره هوايي او واهي خبره به مو کړې نه وای. د تاریخ علم او ټولنپوهنه یې راته وايي، چې ازاديغوښتنه د انسان خورا لرغونې غریزه ده، چې د خپل هویت او ملي درک له مخې یې هر ملت هڅه کوي ولو که د تمدن په هرپړاو کې وي. پښتانه که په ډبرپېر کې وي یا د رغېدلې ځيرکتیا (AI) په زمانه کې، دوی خپلواکي غواړي او نور دا نهمني چې د پنجاب تر یوغ لاندې ژوند وکړي، ولو که دا پنجاب بیخي زیات مختللی وي.
د رغېدلې ځيرکتیا زمانې ته د پنجاب رسېدلو دعوا مو ناسمه ده، که موخه مو دا وي، چې د پنجاب خلک له Chat GPT څخه پوښتنې کولای شي، نو دا کار ستاسو په ژبه، په ډبرپېر کې پاتې پښتانه، هم کړای شي او که نه د نړۍ په اوسمهالي تکنولوژیک ډګر کې له پاکیستاني پنجاب څخه کوم نوښت لا په مایکرسکوب کې هم نهښکاري.
بېرته راګرځم پښتنو ته. د روم د مرییتوب دوران ته ولاړ شئ، سپارتاکوس زرګونه مرییان راټول کړل او د یوې لویې اېمپراتورۍ په وړاندې یې د خپلواکۍ پاڅون وکړ، ګڼ شمېر یې ووژل شول، خو مرګ یې په ازادۍ کې و. دغو روسته پاتې پښتنو د ټولو یرغلګرو او په نومهالي تاریخ کې د مختللي انګریز او بیا پنجاب په وړاندې د ازادۍ جګړه کړې او کوي یې که دوی په هره زمانه کې وي او یا یې دوښمن په کومه مختللې زمانه کې وي، دا هېڅ مهم نهدي.
تاسو له ازاديغوښتونکي ملت سره مخامخ یاست، ولو که په ډبرپېرکې ژوند کوي.
یوه بله خبره هم په یاد ولره، چې د ډبرپېر په زمانه کې ژوندکوونکی ملت تر مختللي او لوکس ملت لا پسې ډېر ګواښمن اوخطرناک دی، پوهیږې ولې؟
د دې لپاره چې د له لاسه ورکولو لپاره هېڅه نهلري. د لمدو به څه لامده شي؟ پښتانه به له خپلو خړو خټینو کلاګانو، غرنۍ جغرافیا، ویجاړو کلیو، بایللو ښارونو او لوټتالان شویو طبیعي زېرمو څخه نور څه وبایلي؟
انګریز یوه نیمه پېړۍ او بیا ستاسو متمدن(!) پنجاب نږدې اتیا کاله پښتونخوا داسې زبېښلې، دومره مو چور او تالا کړې، داسې مو له کرکې و عقدې ډکه کړې، دومره مو وژلي، داسې مو یې شتمنۍ ترې غلا کړي او دومره مو د دوی ملي غرور مات کړی چې نور نو د بایللو هېڅ هم ورپاتې نهدي او د خپلې ملي خپلواکۍ د ګټلو لپاره د ډبرپېر د ژوند هرڅه په اسانه په اوبو لاهو کولای شي.
له دوی ډېره وډاره شه!
پنجاب لوکس ښارونه لري، زیانمنونکی دی، د تکنولوژي سېرورونه، برېښنايي بنسټونه، کارخونې، پوهنتونونه، ښارونه او فیوډال- کاپیټالیستي ژوند ژر اور اخیستلی شي، خو د پښتنو خړ پړ ډبرین غرونه چې لا پخوا یې هډونه انګریزي – پنجابي ښکېلاک ورشپېلولي او سیزلي دي، نور د اوراخیستلو لپاره هیڅه نهلري. له دوی سره نهکیږي.
د ملتونو سپکاوی انګریزانو تجربه کړی، پوښتنه ترې وکړئ، که بلڅوک نهوي، خپل مورخان او ټولنپوهان وپوښتئ.
درناوی.
افغانان له هغو ډيرې ستونزې لري، په کومو چې مونږ خبر يوو، خبرې پرې کوو او يا يې خپرو…
د دې ټولو ستونزو ټولې سرچينې له بله ځايه نه دي؛ ځينې يا نيمايي يې خپلې جوړې او دوی يې مسؤل دي…
له ځانه پيلول په کار دي او بس…
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
چا او چېرته د «ښځو» یادول بېغیرتي ده؟
دا لیکنه سیاسي نهده. یوه ټولنپوهنیزه – فرهنګي شننه ده او په دې راڅرخي، چې د ښځو یادول ولې بېغیرتي ګڼل کیږي؟ دا لیکنه کوم ځانګړي قوم یا ملت ته هم اشاره نهکوي، بلکې هرځای له هغو شرایطو سره سمون لري، چې دا پرهېز (ټابو) پهکې شته.
لومړی باید غیرت و پېژنو. غیرت د «غَ یَ رِ» له مادې څخه بل (غیر) ته پاملرنه او بل (غیر) ترنظر لاندې راوستل او یا هم د پام محور ګرځول او په اصطلاح کې متفاوتې یا متغییرې اخلاقي ځانګړنې لرل دي، چې د بل په وړاندې پېښیږي. په ټولنیز چارچلند کې دا د رخې، حسد، حمیت، ناموسپالنې، زړورتیا او نفسي پیاوړتیا په ماناوو اخیستل کیږي. غیرت یو عملي یا رواني غبرګون دی، چې شخصي حریم ته د ګواښ پېښېدا پرمهال راڅرګندیږي. په بله وینا غیرت هغه مهال راپاریږي، چې شخصي حریم او ناموسي ارزښتونه وګواښل شي. غیرت د بدامنۍ د احساس په وړاندې انساني غبرګون دی. هلته چې امنیت او قرارداد شوی نظم تأمین وي او انسانان د خپلو حریمونو د خوندیتوب ډاډ ولري، په داسې موقعیت کې د غیرت حدود هم رالنډیږي، ځکه اړتیا یې نهوي.
په بدامنه، بداخلاقه او بېنظمه ټولنو کې ښځې په ناموسي حریم کې ترټولو زیانمنونکې دي، ځکه خو یې د هرډول خونديتوب او مصئونیت نقض ډېرحساسیت راپارولی شي.
د ښځو حضور او وجود په هغه ځای کې ممنوع، پرهېز (ټابو) او حساسیت پاروونکی ګڼل کیږي، چې رواني او فیزیکي امنیت یې ګواښل کېدای شي. هرڅومره چې د نارینهوو له خوا د ښځو په وړاندې د بدامنۍ ګواښ زیاتیږي، هماغومره یې وجود او حضور نفی کیږي، تر دې بریده چې د ډېرو خطرپېښوونکیو نارینهو په ټولنه کې د ښځو نوم یادول او په اړه یې خبرې کول هم په یوه پرهېز بدلیږي او ټابو ګرځي.
د ښځو د حضور او وجود دومره ناموسي کول، سانسور او ممنوعګرځول په حقیقت کې هغوی ته د نرینهوو د ګواښ زیاتوالی څرګندوي. هرځای چې د ښځو په اړه ډېر غیرت راپاریږي، هلته ښځه امنیت نهلري، غیرت غبرګون دی. د ښځې په وړاندې د بدامنۍ لپاره لا له وړاندې ترسره کېدونکي احتیاطي تدبیر دی.
هغه نارینه چې پخپله ښځو ته زیات ګواښ پېښوي، د نورو نارینهو له خوا خپلو مېرمنو ته د ګواښپېښولو ډېر احساس کوي، له همدې کبله یې د ناموسي احتیاط (غیرت) غورې دربې زیاتې وي. دغه ګواښ هرومرو فیزیکي نهوي، بلکې رواني او احساسي هم وي. په هغو ټولنو کې د ښځو د بشپړ پوښښ وسوسه ډېره وي، چې نارینه یې ښځې په سترګو داړي. په سترګو د ښځمنو داړونکیو (چشمچران) نارینهو په چاپېریال کې د ښځو د پوښښ او پټولو هڅه ډېره کیږي. په هغو ټولنیزو چاپېریالونو کې چې بدروزلې (بېتربیت) نارینه ښځو ته ناسمې، بېاړتیا خبرې کوي یا پرزې ورته وايي، هلته ښځمنې له ټولنیز حضوره تښتي او نهغواړي له رواني بېامنیتۍ وځوریږي. ښځو ته ورپېښې بدامنیتۍ له ټولنیز چاپېریال څخه د ښځو د غیابت لامل دی او د دې پیل د نارینهو له بداخلاق چلند څخه پیلیږي.
هغه نارینه چې پخپله نیمګړي وي، یا ډېر بدرنګ وي، یا یې چلند ډېر تاوتریخجن، ګرومي (عقدهمند) او ناوړه وي هغوی ترنورو زیات له ټولنیز چاپېریاله د ښځو د غیابت او ورکولو د غیرت دعوې کوي. په هغو ټولنو کې چې قوانین حاکم وي، پولیسي ځواک ټولنه د جرایمو او بدامنۍ په وړاندې خوندي ساتي او ښځې کړای شي پخپله اراده خپل امنیت خوندي کړي، هلته د ښځو حضور او وجود عادي دی او د فرهنګي اړتیا له مخې یې نوم یادول هم پرهېز نهوي. هلته ښځه د نارینه په شان خپل ټولنیز ماهیت پخپله ټاکي او حضور (وجود) یې عادي ګڼل کیږي.
په پښتنو کې لومړنی سیاسي – روحاني غورځنګ د روښانیانو دی، چې پهکې ښځې څرګند او ارادي حضور- وجود لري. بي بي شمسو د پیر روښان مېرمن له هغه سره په ګڼو جګړو کې ملګرې وه. د پیر روښان لمسۍ د جلال الدین روښاني لور او د احداد مېرمن چې پخپله فرهنګیالۍ، سیاستواله او جنګیالۍ مېرمن وه، دوی ځکه خپل حضور او وجود په سیاسي ټولنیز ډګر کې څرګند کړی، چې د خپل حریم او امنیت ساتنې لپاره بل چا ته اړ نهوې او پخپله یې خپل امنیت له هره اړخه ساتلای شو. دوی په فرهنګي ډګر کې هم ځلېدلي دي. تر دې روسته خوشال خان خټک هغه افغان مشر دی، چې بېپردې د مېرمنو په اړه خبرې کوي. دی د خپلې کورنۍ د ښځو په اړه په زغرده غږیږي، ځکه هم دی باور لري او هم یې د چاپېریال مېرمنې چې رواني او فیزیکي امنیت یې خوندي دی. د ده په کورنۍ کې هم شاعرانې، سیاستوالې او مبارزینې راهسکې شوې دي. د دې دواړو کورنیو په وړاندې که متحجرو شیخانو هرڅومره تورونه لګولي، خو تاریخ نهدي منلي. د پیرروښان او له ښځو سره د هغه انساني روښانفکرانه چلند په اړه د اخوند درویزه او نورو تورونه هيڅکله جدي نیول شوي نهدي.
د ښځو د نوم نهیادول غیرت ګڼل ناپوهي ده، ځکه په دې کې د یوه ټولنیز چاپېریال نرینه بداخلاقه، چیرسترګي او بېحیا زباتیږي، چې د ښځو لپاره خوندي چاپېریال ګواښي او د ښځو پروجود و حضور بندیز غیرت بولي.
ټولنه ښايي له اخلاقي پلوه د سمون هغه برید ته ورسیږي، چې ښځې له انساني دایرې وتلی مخلوق ونهبلل شي. نرینه ښايي د خپلو فکرونو، نظرونو، لاسونو او نیتونو پاکۍ ته دومره پام وساتي، چې ښځې د بدامنۍ احساس ونهکړي. په ټولنه کې قوانین، نظم او امنیت د غیرت حس خپلو طبیعي او مثبتو حدودو ته رامحدودوي.
🤖 Made with AI
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ. (سوره الزمر، ۳ آیت)
ترجمه: بې تردید الله هغه څوک نه هدایت کوي چې #درواغجن او ډېر ناسپاس وي. – at Lorton, VA
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
هغوی ته د زړه له کومي تسلیت وایم چې له طالبانو یې د افغان شموله، ټولشموله یا ګډ حکومت تمه لرله او یا په دي تمه دي چې د نجونو مکاتب او د ښځو پر مخ به د کار او پوهنتون دروازه پرانیستل شي.
د ملا دلاور اخوند یې کور ودان چې د مارت دریځ یې په روښانه ډول د ملت مخې ته کېښود، کله نا کله بې پامه واقعیت ور څخه وویل شي.
دا چې طالبان او مشران یې په مطبوعاتي کنفرانسونو کې څه وایې، هغه د دوی رسمي دریځونه نه، بلکې تجارتي اعلانونه دي.
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
Deutsch/ پښتو
🇩🇪3. Oktober – Tag der Deutschen Einheit
Über vier Jahrzehnte war Deutschland geteilt. Zwei Staaten, zwei politische Systeme und eine Mauer – doch Sprache, Kultur, Geschichte und gemeinsame Wurzeln verbanden die Menschen weiterhin.
1989 gingen Hunderttausende friedlich für Freiheit und Demokratie auf die Straße. Aus „Wir sind das Volk“ wurde schließlich „Wir sind ein Volk“. Was lange unmöglich erschien, wurde am 3. Oktober 1990 Wirklichkeit: Deutschland war wieder vereint.
Tausende Kilometer entfernt erinnert auch die Geschichte Afghanistans daran, wie Grenzen Menschen voneinander trennen können, die über Generationen hinweg durch Geschichte, Kultur, Sprache, Religion und familiäre Wurzeln eng miteinander verbunden sind.
Gerade deshalb trägt die deutsche Wiedervereinigung eine Hoffnung in sich, die weit über Deutschland hinausreicht:
Grenzen können Menschen trennen, aber nicht ihre gemeinsamen Wurzeln. Und keine Teilung muss für immer bestehen.
🇩🇪🇦🇫 د اکتوبر درېیمه – د جرمني د یووالي ورځ
له څلورو لسیزو څخه ډېر وخت جرمني وېشل شوی و. دوه دولتونه، دوه سیاسي نظامونه او یو دېوال – خو بیا هم ژبې، کلتور، تاریخ او ګډو ریښو خلک له یو بل سره تړلي ساتلي وو.
په ۱۹۸۹ کال کې سلګونه زره خلک په سولهییز ډول د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره سړکونو ته راووتل. د «موږ ولس یو» (Wir sind das Volk) له شعار څخه ورو ورو «موږ یو ولس یو» (Wir sind ein Volk) شعار جوړ شو. هغه څه چې د اوږدې مودې لپاره ناشوني ښکارېدل، د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په درېیمه په حقیقت بدل شول: جرمني بېرته یو شو.
زرګونه کیلومتره لرې، د افغانستان تاریخ هم راپه یادوي چې پولې (کرښې) نه شي کولای هغه خلک له یو بل څخه جلا کړي، چې د نسلونو راهیسې د تاریخ، کلتور، ژبې، دین او کورنیو ریښو له لارې له یو بل سره ژور تړاو لري.
همدا وجه ده چې د جرمني بیا یووالی داسې هیله له ځان سره لري چې تر جرمني ډېر لرې رسېږي:
پولې خلک جلا کولای شي، خو د هغوی ګډې ریښې نه شي له منځه وړلای. او هېڅ وېش اړ نه دی چې د تل لپاره پاتې شي.
#Deutschland #Grüne #Frankfurt #HosaiZarfAnder #Afghanistan




















